باميان (پژواک، ١٧ کب ٩٤): د باميانو ولايت د دوو ميننانو ذکيې او محمد علي داستان د کتاب په بڼه تر چاپېدو وروسته نړيوال شهرت ترلاسه کړى دى.
د نيويارک ټايمز خپرونې خبريال راد، چې د واده دا قضيه يې له اوله تر اخيره تعقيب کړې، د دې جوړې د مينې داستان يې په دې وروسته کې (د ذکيې او محمد علي د مينې کيسه) په نوم چاپ کړى دى.
دا کتاب چې اوس اوس په امريکا کې په انګليسي ژبه خپور شوى، له يوې خوا په کې د مينې لپاره د دې جوړې د کړاوونو او ستونزو داستان پر تاوتريخوالي سربېره د لوستونکو له ستاينې سره مخ شوى دى.
په کتاب کې د محمد علي او ذکيې هغه خاطرې بيان شوې چې دا دواړه زړه بايللي له څومره کړاوونو وروسته يو بل ته ورسېدل.
محمدعلي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ټول هغه څه چې د نيويارک ټايمز خبريال ليکلي، زما د خاطراتو د ټولو هغو جزئياتو او سختيو پوښتنه يې کړې چې له ذکيې سره مې تېرې کړې دي.))
هغه زياته کړه، فکر يې کاوه چې دا خبريال به راپور ليکي او هر وخت به يې حتى د ټيلېفون له لارې له ده نه معلومات اخيستل.
ياد دواړه ځوانان وايي، له پيله چې کله يو پر بل عاشقان شول، د کورنۍ او قومونو د مخالفت له امله يې د باميانو د مرکز اژدر په غرونو، يکاولنګ او پنجاب ولسواليو کې يې شپې تېرولې او تصميم يې ونيو چې له يو او بل به نه جلا کېږي، خو که د هغو کسانو لاس ته ورغلل چې د دوى د وژلو په نيت راوتلي، نو بايد يو ځاى ومري.
محمدعلي زياته کړه چې د دغه کتاب د پښتۍ تصوير هم د فېسبوک په پاڼو کې اوړي را اوړي.
خو هغه د کتاب خپرېدو په اړه د دری ژبې د دغه متل په يادونې سره چې "بُز درغم جانش قصاب به غم چربی" وويل، اندېښنه لري چې د دغه کتاب نه ځينې متعصب افراد د دوى پر ضد استفاده ونه کړي او دوى ته د ګواښونو کچه لوړه کړي.
د ذکيې خاوند زياته کړه د ځينو زور واکو د ګواښونو په اړه اندېښنه لري، خو د هغوى نوم يې ياد نه کړ.
دې دوو زړه بايللو وويل چې موضوع له دې اړخه حساسيت پيدا کړى چې ذکيه د تاجک قوم او محمدعلي د هزاره قوم نه دى.
دې جوړې د باميانو په مرکز فولادي سيمه کې د يوه ملا مخکې نکاح تړلې او خپلې مينې ته د رسېدو لپاره دواړو پر ټولنه له حاکمو ټولو دوديزو پولو پښه اړولې او حتى ذکيې خو له خپلې کورنۍ سره هم مخالفت کړى او له ټولو ستونزو سره يې خپلې مينې ته د رسېدو په هيله مبارزه کړې ده.
دوى درې کاله وړاندې د سختو ستونزو له زغملو وروسته له يو بل سره يو ځاى شول او اوسمهال د رقيې په نوم دوه کلنه لور لري، خو زياتوي چې لا هم له کړاوونو او ګواښونو خوندي نه دي.
ذکيې پژواکو ته وويل چې ژوند يې يوازې تر کوره محدود دی او له کوره د وتلو جرئت نه شي کولى؛ ځکه چې خپل قومونه يې پر مرګ ګواښي او له دې وېره لري چې په دې ځوانۍ کې به د خپلو قومونو د بنسټپالنې او جهالت ښکار شي.
هغې زياته کړه: ((د نا خبره خلکو ړانده تعصب مې له خپل مين محمدعلي سره ژوند تريخ کړى او سختې ورځې تېروو.))
ذکيې زياته کړه چې پلار او مور يې په کابل کې دي او له واده سره يې زياته ستونزه نه لري، خو ځيني پخواني قوماندانان چې ځانونه د قوم او قبيلې مشران بولي، مور او پلار يې هڅولي چې له دې نه لري شي او له درېيو کلونو راهيسې يې نه دي ليدلي.
هغې زياته کړه چې دوه ځلې يې هر ځل لس ورځې د کابل او باميانو په امن خونو کې تېرې کړې او وروسته له هغه چې د محمدعلي کور ته ستنه شوه، له وېرې د خوندي کېدو په موخه په کور کې ايساره ده.
ذکيې وويل چې د مينې کيسه يې نړيواله شوه، خو په يوه غريبانه جونګړه کې له وېرې او وحشت ډک ژوند لري؛ ځکه چې خاوند يې کار ته نه شي تللى، هره شېبه د دې وېره شته چې څوک به زيان ور ورسوي.
هغې زياته کړه: ((زه له محمدعلي او هغه له ما سره مينه لري، په مذهبي چارو کې هم هر څوک په خپل لاره مخې ته ځي، زه لاس تړلى لمونځ کوم او محمدعلي په پرانيستو لاسونو، هېڅ وخت داسې نه دي شوي چې محمدعلي دې په لمانځه کې دا خپلې مذهبي لارې ته وربللې وي.))
ذکيې زياته کړه، حق لري چې په خپله خوښه ګډ ژوند غوره کړي او يو ځاى ژوند وکړي، له دې امله چې موضوع يې قومي کړه، نو دا د خپل پلار او مور له ديدن محرومه شوې، غواړي چې د خلکو په چل او خبرو دې نه تېروځي، رادې شي او د خپلې لور او زوم کره دې تګ راتګ ولري او محبت دې ورسره وکړي.
نيويارک ټايمز ورځپانې هم د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د ذکيې کورنۍ له دې کار سره کلک مخالفت لري او نه غواړي چې دا جوړه يو له بل سره ژوند وکړي.
د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي دې جوړې ته له ګواښ کېدو بې خبري وښوده او ويې ويل چې که چېرې داسې موارد موجود وي، ځايي اداره به ورته خامخا پاملرنه وکړي، خو تر اوسه لا دې جوړې له ګواښونو خپله اندېښنه له ځايي ادارې سره نه ده شريکه کړې..
په باميانو کې د افغانستان د مدني بنسټونو د ټولنې (مجما) مشر حسين داد احمدي وويل چې په افغانستان کې د مدني قانون او رسمي قوانينو له مخې واده د هر فرد حق دى او همدا چې دواړه خواوې مسلمانان وي، هېڅ قانوني ممانعت نه لري.
هغه زياته کړه، له بده مرغه چې د دوو ټبرونو ترمنځ شوي ودونه حساسيتونه لري او دا هم خپله په هماغه سيمو او چاپېريال پورې اړه لري، په ځينو سيمو کې حساسيت کم او په ځينو سيمو کې بيا ډېر دى.
احمدي د ذکيې او محمدعلي د واده په اړه وويل چې دا داستان تر ډېره يوه سياسي پړاو ته رسېدلى او په دې قضيه کې داسې عوامل شته چې ګټه ترې اخيستل کېږي، څو ځان په يوه ډول نه يوه ډول د خپل ټبر او قوم خواخوږي وښيي.
هغه زياته کړه چې پخوا دې جوړې ته ګواښونه زيات وو، خو اوس يې له موضوع نه دى خبر او که چېرته د هغوى امنيت وګواښل شي، دولت مکلف دى چې د هغوى امنيت ونيسي.
په باميانو کې د واده په اړه قومي حساسيتونه دې اندازې ته رسېدلي چې حتى درې کاله وړاندې د سيد واعضي په نوم د ورث ولسوالۍ يوه اوسېدونکي په خپلو خبرو کې ويلي وو چې د سيد لور هزاره ته جواز نه لري چې دا څرګندونې يې د باميانو د علماوو له خوا په کلکه وغندل شوې او هغه يې د دين او شريعت خلاف وبللې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










