کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): ولسمشر د دې تر څنګ چې د کرکټ لوبغاړو ته يې د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډالونه ورکړل، له سوداګرو وغوښتل چې د کرکټ له ملي لوبډلې سره مرسته وکړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړو ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش، اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي او د يادې لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د خپلو کارونو، لاسته راوړنو او برياوو په هکله ولسمشر ته معلومات ورکړل.
سرچينه زياتوي، وروسته د چارو ادارې مرستيال نعمت الله ثاير د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د برياوو په وياړ د ياد ټېم کپتان او لوبغاړو ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډالونو او نغدي مکافاتو د ورکړې په اړه د ولسمشر فرمان ولوست.
ولسمشر د افغانستان د کرکټ ملي ټېم لوبغاړو ته د وينا پر مهال د بي بي سي او سي اېن اېن د هغه انګليسي سټېکر يادونه وکړه چې پرې ليکلي وو، "افغانستان ويسټ انډيز ته ټکان ورکړ."
هغه د کرکټ ملي ټېم د اتلانو لوبډله وبلله.
غني د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړو ته په خطاب کې وويل: "تاسو افغانانو ته يواځې وياړ نه، بلکې اميد هم ورکړ. ستاسو د زحمتونو او ډسپلين باوجود د ټولو افغانانو دعاګانې له تاسو سره دي او تل مو په خپلو دعاګانو کې ياد ساتي."
نوموړي د کرکټ ملي لوبډلې پرمختګ او برياوې وستايلې او د زيمبابوې لوبډلې ته د افغانستان د کرکټ ملي ټېم له لوري د دوه ځلي ماتې ورکول يې د کرکټ په تاريخ کې بې ساري وبلل.
ده لوبغاړو ته وويل، نولس کلن ځوانان مو ډېر ښه روزلي دي او د افغانستان په هر ګوټ کې ځوانان غواړي د کرکټ اتلان شي.
محمد اشرف غني وويل، سږ کال به په سپورتي زېربناوو اصلي پانګونه وکړي او په ښوونځيو کې به هم کرکټ او فوټبال ته ځانګړې پاملرنه وشي.
ولسمشر د هېواد پر ملي سوداګرو غږ وکړ چې د افغانستان د کرکټ له ملي ټېم سره مرسته وکړي او په همدې موخه يو ځانګړى صندوق جوړ کړي.
له بلې خوا ولسمشر په "ايم ايم اې" ازاد ورزش سياليو کې د بازمحمد مبارز هڅې او اتلولي چې خپل روسي سيال ته يې ماتې ورکړه، هغه ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډال او نغدي مکافاتو په ورکولو سره وستايل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن