کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): ولسمشر د دې تر څنګ چې د کرکټ لوبغاړو ته يې د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډالونه ورکړل، له سوداګرو وغوښتل چې د کرکټ له ملي لوبډلې سره مرسته وکړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړو ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش، اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي او د يادې لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د خپلو کارونو، لاسته راوړنو او برياوو په هکله ولسمشر ته معلومات ورکړل.
سرچينه زياتوي، وروسته د چارو ادارې مرستيال نعمت الله ثاير د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د برياوو په وياړ د ياد ټېم کپتان او لوبغاړو ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډالونو او نغدي مکافاتو د ورکړې په اړه د ولسمشر فرمان ولوست.
ولسمشر د افغانستان د کرکټ ملي ټېم لوبغاړو ته د وينا پر مهال د بي بي سي او سي اېن اېن د هغه انګليسي سټېکر يادونه وکړه چې پرې ليکلي وو، "افغانستان ويسټ انډيز ته ټکان ورکړ."
هغه د کرکټ ملي ټېم د اتلانو لوبډله وبلله.
غني د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړو ته په خطاب کې وويل: "تاسو افغانانو ته يواځې وياړ نه، بلکې اميد هم ورکړ. ستاسو د زحمتونو او ډسپلين باوجود د ټولو افغانانو دعاګانې له تاسو سره دي او تل مو په خپلو دعاګانو کې ياد ساتي."
نوموړي د کرکټ ملي لوبډلې پرمختګ او برياوې وستايلې او د زيمبابوې لوبډلې ته د افغانستان د کرکټ ملي ټېم له لوري د دوه ځلي ماتې ورکول يې د کرکټ په تاريخ کې بې ساري وبلل.
ده لوبغاړو ته وويل، نولس کلن ځوانان مو ډېر ښه روزلي دي او د افغانستان په هر ګوټ کې ځوانان غواړي د کرکټ اتلان شي.
محمد اشرف غني وويل، سږ کال به په سپورتي زېربناوو اصلي پانګونه وکړي او په ښوونځيو کې به هم کرکټ او فوټبال ته ځانګړې پاملرنه وشي.
ولسمشر د هېواد پر ملي سوداګرو غږ وکړ چې د افغانستان د کرکټ له ملي ټېم سره مرسته وکړي او په همدې موخه يو ځانګړى صندوق جوړ کړي.
له بلې خوا ولسمشر په "ايم ايم اې" ازاد ورزش سياليو کې د بازمحمد مبارز هڅې او اتلولي چې خپل روسي سيال ته يې ماتې ورکړه، هغه ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډال او نغدي مکافاتو په ورکولو سره وستايل.
ولسمشر د مبارز او روزونکي ټېم د هڅو د قدرداني پر مهال وويل، د وياړ ځاى دى چې بازمحمد مبارز په څو نړيوالو لوبو کې د افغانستان ملي بيرغ رپولى دى.
ده څرګنده کړه، جمعي ورزشونو، لکه فوټبال او کرکټ په خلکو کې ځانګړى ځاى پيدا کړى او دا ځل ازاد ورزش هم خپل ځاى وموند او په دې برخه کې بايد زيات کار او هڅې وشي.
غني د افغانستان ورزش ته د زياتو برياوو هيله څرګنده کړه او ويې ويل: ارزو لرم چې د هېواد ځوانان د ورزشکارانو لاسته راوړنې او اتلولۍ په ځانګړي ډول بازمحمد مبارز د ځان لپاره مثال وګرځوي او ورزش د ځوانانو د پرمختګ ښه بېلګه وي.
نوموړي د افغان ځوانانو وړتياوې وستايلې او ويې ويل، حکومت ژمن دى د افغانستان د ورزش په وده کې زيات کار وکړي، تر څو ورزشکاران په نړيواله کچه زياتې لاسته راوړنې ولري.
بازمحمد مبارز ورزشکارو ته د ولسمشر د پاملرنې له امله مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې په راتلونکي کې به په نړيوالو سياليو کې زياتې هڅې وکړي، ترڅو د افغانستان نوم همدارنګه د اتلولي په فهرست کې ثبت شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










