لښکرګاه (پژواک، ٤ غويى ۹۵): د هلمند د پوهنې رياست چارواکي وايي، که څه هم د دولت د وسله والو مخالفينو په سيمو کې يې ډېرى ښوونځي فعال کړي، خو بيا هم د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله سږ کال هم ۱۲۹ ښوونځي غير فعال دي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هلمند په تشکيل کې ۳۸۵ ښوونځي شته چې له ډلې یې ۱۲۹ تړلي دي.
د نوموړي په وينا، دغه ښوونځي په شمال او يو شمېر نور يې په مرکزي او سوېلي ولسواليو کې غير فعال دي.
جعفر وويل چې د دغو ښوونځيو د بندېدا لامل يوازې نا امنۍ او جګړې دي چې دوی نه شي کولی څارنه ترې وکړي، مواد ورته ولېږي.
دى وايي چې د همدې نا امنيو له امله ښوونکي او زده کوونکي هم ښوونځيو ته نه ورځي.
د پوهنې رييس زياتوي چې د پوهنې پر وړاندې ځينې نورې ستونزې هم لري، منځنيو ښوونځيو ته د ښوونيز کال تر وروستيو پورې هم کتابونه ونه رسېدل، مسلکي ښوونکي يې کم دي، د بوديجې او بستونه کموالی يې تر ټولو لويه ستونزه ده.
هغه وويل چې د شخصي ګټو په موخه ځيني کسان د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنې کوي چې له امله يې د دوى ستونزې زياتې شوې دي، خو هغه د چا نوم وانه خيست.
د ده په وينا، له وروستيو جګړو راهيسې په ځينو سيمو کې يو شمېر نور ښوونځي هم بند شوي، خو اوس د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې چې جګړه نه وي، بېرته ځيني ښوونځي فعال شوي دي.
جعفر وايي، دا مهال ۲۱۵ زره زده کوونکي فعالو ښوونځيو ته ځي چې ۶۱ زره يې ښځينه او د ۲۳۱۱ تنه ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.
د هغه په وينا، دا مهال ۴۶ سلنه ښوونځي ودانۍ لري چې شمېر يې تر ۱۶۰ ډېر دی او پاتې يې په جوماتونو، کورونو او شخصي ځايونو کې زده کړې کوي.
نوموړي د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډين د هغه راپور پر اساس چې د دغه ولايت د ښوونځيو په ودانيو کې پوستې جوړې شوې، وويل چې يو شمېر ښوونځي د جګړې په لومړۍ کرښه دي، زده کوونکي نه شي ورتللى، پوستې د لږ وخت لپاره وي، بېرته ترې ځي.
د هلمند د پوهنې رييس په داسې حال کې د ښوونځيو په ودانيو کې د پوستو د شتون خبره ردوي چې د نادعلي او ګرشک ولسواليو مسووولين مني چې عملاُ په ښوونځيو کې د ملي اردو سرتېري مېشت دي.
د ګرشک ولسوالۍ د پوهنې د نظارت مسوول شېراحمد وايي، په دې ولسوالۍ کې ۳۸ ښوونځي شته چې ۱۹ يې بند دي.
د ده په وينا، ۱۲ ښوونځي پخوا او اوه سږ کال تازه په ګرشک کې بندې شوې دي او دا مهال ټول ٢٠ زره زده کوونکي لري چې درې زره يې نجونې دي.
هغه وايي چې يوه نيمه مياشت مخکې په ګرشک ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې د پوهنې د مديريت دوه پوړيزه ودانۍ او يوه د ښوونکو د روزنې ودانۍ له ټولو اسنادو سره وسوځول شوه او دا مهال پوليس په کې مېشت دي.
نوموړي زياته کړه، د دې ودانۍ د بېرته جوړېدو لپاره هڅې نه دې شوي، ځکه ميليونونو افغانيو لګښت ته اړتيا لري چې دوى يې نه لري.
په همدې ويجاړ شوو ودانيو کې د ملي اردو يوه سرتېري شېرعلي پژواک ته وويل چې دوی ۶۰ تنه د نوزاد ولسوالۍ تشکيل په دې ودانيو کې د وسله والو له يوه ډله ييز بريد وروسته مېشت شوي دي.
هغه زياته کړه چې د نوزاد ولسوالۍ له سقوط وروسته دوی لومړى د ښوراب نظامي اډې ته او وروسته دې ودانۍ ته لېږل شوي دي.
د نادعلي ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي جمال الدين هم وويل چې دوی ۳۱ ښوونځي لري چې له دې جملې څخه دوه ښونځي بند دي او يو يې له سره فعال شوی نه دی.
د نوموړي په وينا، دا مهال ۱۶زره زده کوونکي چې څلور زره يې ښځينه دي، پر زده کړو بوخت دي.
د پوهنې مدير وايي چې له دې ۳۱ ښوونځيو څخه ۱۳ ودانۍ لري.
د پوهنې رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، اوس مهال يوازې په ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي، له دې دوو ولسواليو پرته د لښکرګاه په ځينو برخو کې کې هم د نا امنيو او روانو جګړو له امله زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










