غزني ښار(پژواک ۸ غويى ۹۵): د غزني امنيه قومانداني وايي، ناپېژانده وسله والو په د غزني په مرکز کې يو قومي مشر وواژه او د هغه د کورنۍ دوه غړي يې ټپيان کړل.
د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امیري وايي، دغه مرګ ژوبله هغه مهال واوښته چې د ياد قومي مشر میرزا احمد پر موټر نن د مقناطيسي ماين چاودنه وشوه.
دغزني د ولایتي روغتون نوکریوال ډاکټر نورالله وايي چې ټپيان دې روغتون ته وروړل شوي او روغيتايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د سيمې خلک وايي چې ميرزا احمد دولتي دنده نه لرله، خو په سيمه کې د خلکو د يوې شورا مرستيال و.
د دې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د یو بل خبر له مخې، د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د عبدالرحیم خېلو په سیمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ په نښته کې پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن