کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): د طالبانو نوى ټاکل شوى مشر د هغوی د واکمنۍ پر مهال د سترې محکمې د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې او په محاکمو کې پراخه کاري تجربه لري.
وسله والو طالبانو د غبرګولي په ٥مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د خپل مشر ملا اخترمحمد منصور وژنه تاييد کړه او د ډلې لومړى مرستيال ملا هبت الله يې د نوي مشر په توګه اعلان کړ.
ملا هبت الله د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکى، په قوم نورزى دى او شاوخوا ٤٧ کاله عمر لري، خو هغه تر اوسه د طالبانو د ملا اختر محمد منصور د لومړي مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.
خو هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د محکمې مشر او بيا وروسته د سترې محکمې د مرستيال په توګه يې دنده ترسره کړې ده.
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې هغه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې او بيا د کډوالۍ پر مهال د پاکستان په ځینو مدرسو کې ديني زده کړه ترلاسه کړې ده.
سرچينې وايي چې هغه د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د مولوي خالص په مشرۍ د اسلامي حزب جهادي ګوند غړى و او وروسته يې د ملا اختر منصور سره يو ځاى يې جهاد کړى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا هبت الله اوس مهال د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوېټې ښار د غوث اباد په سيمه کې اوسېږي.
پخوانى طالب چارواکى او د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي چې د طالبانو تر سقوط وروسته، کله چې طالبانو بېرته ځانونه منظم کړل، نو ملا هبت الله اخند د پخواني مشر ملا عمر يو له نږدې او باوري ملګرو څخه و.
هغه زياته کړه چې هغه د ملا عمر تر مړينې پورې د سياسي کمېټې غړى او د قضايي کمېټې د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.
دا چې ملا هبت الله به د ډلې د مشر په توګه دا مهمه دنده په څه ډول پر مخ بوځي؟ حقيار وايي چې د طالبانو په اوسنيو مشرانو کې دى تر نورو ښه او باوري شخص دى.
دى وايي: ((د طالبانو ټول کارونه د اړوندو کمېسيونونو له خوا پر مخ وړل کېږي، ضروري نه ده چې د ډلې مشر دې کوم جنګي قوماندان وي، نظامي چارې اړوند کمېسيون او قوماندانان پر مخ وړي.))
د حقيارپه وينا، ملا هبت الله په اداره او محاکمو کې پراخه کاري تجربه لري او د ډلې نور مشران او غړي يې پرېکړو ته درناوى کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن