منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر : په هلمند کې د فساد څیړنه کوم

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۵): ولسمشر هلمند ته د سفر پر مهال ویلی، چې په دې ولایت کې د فساد په اړه ورته ډیر شکایتونه شوي دي او دی به یې په اړه څیړنې کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د هلمند ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ. هغه د ۲۱۵ میوند قول اردو منسوبینو ته د وینا پرمهال یې د هغوی هڅې او سرښندنې وستایلې.

ولسمشر هغوی ته په خطاب کې وویل : (( د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه ویاړم چې زموږ امنیتي او دفاعي منسوبین د خپل هېواد د ساتنې او دفاع په لاره کې په مېړانه خپل ځانونه قرباني کوي.))

هغه د ۲۱۵ میوند قول اردو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعا وکړه او وې ویل، د افغانستان خلک ستاسو د سرښندنو او دا چې په مېړانه او زړورتیا د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې څخه دفاع کوئ، منندوی دي.

محمد اشرف غني وویل : ((موږ د اسلام د واقعي دین میراث لرو، ځکه هره ورځ د سولې او امنیت د تامین لپاره هلې ځلې کوو. ))

هغه وویل، د افغانستان دښمنان د دې خاورې لپاره هیڅ مفکوره نه لري او تاسو نه یوازې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره جنګېږئ، بلکې راتلونکو نسلونو ته د سولې او امن فضا د رامنځته کولو لپاره مبارزه کوئ او ستاسو دا مبارزه حق دی او حق تل په باطل بریالی وي.

دنوموړي په وینا، هغوی چې وایي افغانستان په خطر کې دی، باید دوباره فکر وکړي، ځکه امنیتي او دفاعي ځواکونه په بې درېغه سرښندنو له دې خاورې دفاع او ساتنه کوي.

اشرف غني وویل،  : ((زه د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه مسوول یم چې د شهیدانو د کورنیو، د ټپیانو او ستاسو د اولادونو حق ادا کړم.))

ولسمشر ټولو ته د روژې مبارکې میاشتې مبارکي وویله او دعا یې وکړه چې عبادتونه او اطاعت یې د خدای تعالی په دربار کې قبول او په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات تامین شي.

هغه وویل، له هلمندیانو سره يې دکمپاین پرمهال د بنسټیزو پروژوپه لړ کې د کجکې دبند د جوړیدو، سړکونه  د کرنې په برخه کې  د پروژو ژمنې کړې دي، چې په خپل وار سره به امکانات ورته  پیداکړي.

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم اوس په هلمند کې امنیتي  حالات ناسم دی، خو بنسټونه ټینګ شوي، قانون پلي کیږي، افغان ځواکونو د هرډول فشار په وړاندې مقابله وکړه.

د اشرف غني په وینا، تر ټولو مخکې د امنیت ټینګښت اړین دی، چې له ځايي مسولینو، والي، قوماندان اردو او امنیت ملي سره به پرې ځانګړې  خبرې  کړي دي او له  پلان سره به  سم به په دې برخه کې ښه والی رامنځته شي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وویل د پولیسو په لیکو کې به اصلاحات  را منځته  شي، په  فساد ککړ کسان به ونیول شي او تر دې وروسته به دده  له لاسلیک  پرته  د واسطو پر بنسټ هیڅ څوک د پولیسو د مسوول په دنده ونه ګومار ل شي.

هغه زياته کړه، فساد پر ضد ځانګړې اداره جوړه  شوي ده چې په نږدې وختونو کې به په کار پیل  وکړي، پخواني او اوسنې مامورین په ځانګړې توګه دپولیسو په لیکو کې چې چا فساد کړى، وبه ونیول شي.

نوموړي ددې ولایت دپخواني قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ دفساد یادونه وکړ چې ډیر شکایتونه ورته شوي او که پرې ثابت شي، شل کاله به  يې بندي کړي.

دده په وینا، والي ته یې سپارښتنه کړي ده، د هغو رییسانو لست ورته ورکړي چې کلونه  کلونه يې په یوه  ریاست باندي دواسطو او پیسو په زور  منګلي  خښي کړي، څو له دندو يې لري کړي او نوي ځوانان په دنده وګماري.

هغه زیاته کړه، چې د ټاپي له پروژې سره به هلمند او کندهار بي روزګاره ځوانانو ته دکار زمینه  برابره کړل شي او ځینو نورې اسانتیاوې به ورته  برابرې شي.

د هلمند والي حیات الله حیات هم په دې غونډه کې له ولسمشر څخه  وغوښتل، چې ددې ولایت ستونزو حل کولو ته  ځانګړې پاملرنه وکړي.

ده وويل، کار دې اهل کار ته وسپارل شي، له مرکز څخه دې  په پټو سترګو مقررۍ بندې شي، د هغو فاسدو اشخاصو دوسيې دې بیرته هلمند ته راولیږل شي، چې د پیسو په زور  کابل ته  انتقال شوي دي.

والي دکجکې دبند، د جوړیدو، په زمنیداور کې د یو پخواني پلان شوي کانال پروژې ته امکانات پیداکیدلو او ددې تر څنګ د کرنې، روغتیا او بیارغونې به  برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

یو تن  قومي مشر حفیظ الله خان وویل، په اوسني تشکیل او امکاناتو امنیت نشي  ټینګیدلی، په اړونده  برخه کې ډيرې ستونزې شته،  واسطې او  پیېې دې چې مسولین  پرې ټاکل کیږي او بیا یوازي خپل لګښت شوي پیسې ترلاسه کوي او خپل مسولیت ته ژمن نه وي.

ولایتي شورا  د امنیتي کمیتې مسول بشراحمد شاکر وویل، په دې ولایت کې طالبان  ډير ندي ، خو  ځیني کړۍ ،  چې په جګړې کې خپل بقا ویني، فساد کوي، کانونو قاچاق کوي، مرمۍ پلوري، تیل پلوري او دیته ورته  نور ستونزي په همدي برخه کې دي او دغه راز له وړاندي په عدلي او قضايي برخو کې هم ستونزې وي، چې اوس یوڅه هواري شوي دي.

شاکر له ولسمشر څخه  غوښتنه وکړه چې په فساد ککړو کسانو سره حساب وکړي او د قرباني شويو  سرتیرو کورنیو ته د هغوی  حقوق ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست