خوست ښار (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د خوست والي وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په اوږدو کې د ۱۰۶ ميليونه ډالرو په لګښت د بيارغونې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې ولس ته د کلني راپور ورکونې په موخه د زمري په ١٣مه جوړې شوې غونډې ته وکړې چې د دغه ولايت د ځینو ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنو غړو هم په کې ګډون کړی و.
حبيبي زياته کړه چې په دغو پروژو کې لوی او کوچني پلونه، سړکونه، د اوبو سربندونه، استنادي دېوالونه او نورې لويې او وړې پروژې شاملې دي چې د یاد ولايت په یو شمېر ولسواليو کې پلې شوې دي.
هغه زياتوي: ((په ۱۳۹۴ کال کې د مرکز تر څنګ په مختلفو ولسواليو کې ۱۰۶ ميليونه ډالر مصرف شوي، يوه پيسه هم نه ده پاتې. ۵۸ يې بشپړې شوې دي او ۱۰۲ پروژې تر کار لاندې دي.))
د خوست والي حکم خان حبيبي د امنيتي ارګانونو د لاسته راوړنو په اړه وويل چې يواځې د ملي امنيت ځواکونو په تېر ۱۳۹۴ لمريز کال کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۷۲۴ کسان نيولي، عدلي او قضايي ادارو ته يې سپارلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د ملي امنيت ځواکونو د سلګونه ميله سپکو او درنو وسلو تر څنګ سلګونه هغه ماينونه چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې ځای ځای شوي وو، هم له منځه وړي.
هغه زياته کړه: ((له يادو ۷۲۴ کسانو جملې څخه۴۹۱ تنه يې وسله وال مخالفين دي او پاتې نور يې وسله وال غله، سړي تښتوونکي او نور نيول شوي. همدارنګه د ملي امنيت ځواکونو ۴۰۰ ميله سپکې او درنې وسلې هم نيولې دي.))
والي حبيبي دغه راز وويل چې په تېر کال کې د ملي اردو له ځواکونو سره د مخامخ جګړو په ترڅ کې ۸۵ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۶۶ ټپيان شوي او ۱۷ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي په ورته وخت کې د خوست له عامو خلکو هم غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټينګښت او د وسله والو مخالفينو د ورانکارو کړنو د مخنيوي په موخه د خپلو ملي امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن