خوست ښار (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د خوست والي وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په اوږدو کې د ۱۰۶ ميليونه ډالرو په لګښت د بيارغونې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې ولس ته د کلني راپور ورکونې په موخه د زمري په ١٣مه جوړې شوې غونډې ته وکړې چې د دغه ولايت د ځینو ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنو غړو هم په کې ګډون کړی و.
حبيبي زياته کړه چې په دغو پروژو کې لوی او کوچني پلونه، سړکونه، د اوبو سربندونه، استنادي دېوالونه او نورې لويې او وړې پروژې شاملې دي چې د یاد ولايت په یو شمېر ولسواليو کې پلې شوې دي.
هغه زياتوي: ((په ۱۳۹۴ کال کې د مرکز تر څنګ په مختلفو ولسواليو کې ۱۰۶ ميليونه ډالر مصرف شوي، يوه پيسه هم نه ده پاتې. ۵۸ يې بشپړې شوې دي او ۱۰۲ پروژې تر کار لاندې دي.))
د خوست والي حکم خان حبيبي د امنيتي ارګانونو د لاسته راوړنو په اړه وويل چې يواځې د ملي امنيت ځواکونو په تېر ۱۳۹۴ لمريز کال کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۷۲۴ کسان نيولي، عدلي او قضايي ادارو ته يې سپارلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د ملي امنيت ځواکونو د سلګونه ميله سپکو او درنو وسلو تر څنګ سلګونه هغه ماينونه چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې ځای ځای شوي وو، هم له منځه وړي.
هغه زياته کړه: ((له يادو ۷۲۴ کسانو جملې څخه۴۹۱ تنه يې وسله وال مخالفين دي او پاتې نور يې وسله وال غله، سړي تښتوونکي او نور نيول شوي. همدارنګه د ملي امنيت ځواکونو ۴۰۰ ميله سپکې او درنې وسلې هم نيولې دي.))
والي حبيبي دغه راز وويل چې په تېر کال کې د ملي اردو له ځواکونو سره د مخامخ جګړو په ترڅ کې ۸۵ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۶۶ ټپيان شوي او ۱۷ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي په ورته وخت کې د خوست له عامو خلکو هم غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټينګښت او د وسله والو مخالفينو د ورانکارو کړنو د مخنيوي په موخه د خپلو ملي امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي.
هغه زياتوي: ((دا مهال د خوست ټولو ولسواليو ته لارې خلاصې دي، ښوونځي خلاص دي، هره دولتي پروژه پلې کېږي، ولسونه تګ راتګ کوي. دا د امنيتي ارګانونو د ښې همغږۍ او ستاسو د ملاتړ پايله ده.))
والي حبيبي ولس ته د کلني راپور ورکونې په ياده غونډه کې همداراز وويل چې د نورو جنايي جرمونو تر څنګ قتل هغه ناوړه پديده ده چې په دغه ولايت کې شتون لري چې ښه بېلګه يې يوه اونۍ وړاندې د ځمکې پر سر د دريو وروڼو وژل ياد کړل.
دى وايي: ((قتل يوه بدترينه پديده ده په خوست کې، بدبختانه چې مسئله لا هم جريان لري، امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه کوم چې په هېڅ قيمت قاتل مه پرېږدئ او د استيناف محکمې رييس نه مې هيله دا ده چې قاتلين پر اشد مجازات محکوم کړي.))
د ولسمشر محمداشرف غني په رسمي هدايت له وزير او والي نيولې بيا تر کوچني مامور پورې ټول مکلفيت لري چې په هرو سلو ورځو او د کال په اخر کې ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړي چې نننۍ غونډه هم پرهمدې بنسټ جوړه شوې وه.
بل خوا قومي مشر حميم منګل بيا وايي، هغه ډول چې لازمه وه، کوم کارونه چې په تېر يو کال کې دولت ترسره کړي، په هغه معيار نه دي برابر، لکه څه ډول د ولس غوښتنه وه.
نوموړی له دولت غوښتنه کوي، چې دولت بايد په خپلو کارونو شفافيت رامنځته کړي او دغه راز د اداري فساد پرضد کوټلې ګامونه واخلي.
ده زياته کړه گ ((هغه کارونه چې د خوست والي ياد کړل، په هغه ډول چې د ولس د سوکالی او د خاورې د ابادی لپاره ضرور دي، په هغه معيار پوره نه و)).
د ولسمشر محمداشرف غني په رسمي هدايت له وزير او والي نيولې بيا تر کوچني مامور پورې ټول مکلفيت لري، چې په هرو سلو ورځو او د کال په اخر کې ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړي، چې نننۍ غونډه هم پرهمدې بنسټ جوړه شوې وه.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










