منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ګرمسېر ولسوالۍ ددولتي ځواکونو په لاس کې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ زمری ۹۵):د هلمند امنیه قوماندان وایي، چې دولتی ځواکونو د یوې لنډې مودې لپاره د ګرمسېر ولسوالۍ له ودانې وتلي وو، خو پرته له دې چې وسله وال یې ونیسی، ولسوالي ته دولتي ځواکونه ورغلي دي.

امنیه قوماندان اقا نور کینتوز د زمري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له ګرمسیر څخه اوه تنه پولیس لښکرګاه ته ورغلي وو، چې اوس نیول شوي او تر پلټنو لاندې دي.

هغه زیاتوي. چې اوس دولتي ځواکونه د ولسوالۍ په ودانې کې او وسله وال شاته تمبول شوي دي.

په عین حال کې د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل د ګرمسېر ولسوالۍ د سوقوط په اړه بې خبري وښوده خو ویې ویل چې امنیتي ځواکونو له کوم مقاومت پرته پرېیښې ده.

تر دې مخکې د هلمند امنیه قوماندان اقا نور کینتوز وويل چې امنیتي ځواکونه يې له قوماندانۍ او ولسوالۍ څخه را ایستلي او نږدې دوه کیلومتره لرې د عامه نظم په یوه کنډک یې ځای پر ځای کړي.

د هلمند دغه امنیتي چارواکي دغه راز زیاته کړه چې اوس د ولسوالۍ په ودانۍ کې نوسله طالبان نشته.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه کوښښ څو ډېر ژر دغه ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه