ايبک (پژواک،٢٠ تله ٩٥): د سمنګانو د صوف پايين ولسوالۍ ولسوال وايي چې د يولداش په نوم يو تن چې د درېيو پوليسو پر وژنه تورن دى، د دې ولسوالۍ پر يو مخور له بريد څخه وړاندې ونيول شو.
د درۀ صوف پايين ولسوال فخرالدين مبارز وايي چې يولداش پرون دې ولسوالۍ کې نيول شوى دى.
د نوموړي په وينا، يولداش تر دې وړاندې د ملي پوليسو سرتېرى و؛ خو د روان کال د غبرګولي په ٢٢مه يې درې پوليس ووژل او له ځينو وسلو سره د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شو.
د سمنګان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي وويل چې يولداش د دره صوف پايين ولسوالۍ د سفيد کوتل کلي اوسېدونکى دى او تېره ورځ د سيمه ييزو پوليسو له لوري هغه مهال له دوو ماينونو او يو موټرسايکل سره ونيول شو چې د ولايتي شورا پر پخواني غړي الماس او د دې ولسوالۍ په چوره کلي کې يې پر يو مخکني جهادي قوماندان د بريد تابيا درلوده.
د دغه ولايت مسوولين وايي چې الماس تر څه مودې د دولت په مخالفت کې و؛ خو د روان کال د چنګاښ مياشتې په وروستيو کې له خپلو سلو کسانو سره له دولت سره يو ځاى شو.
رحيمي وويل چې يولداش په خپلو لومړنيو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP