لښکرګاه (پژواک، ۹ لړم ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت له بې ځايه شوو کورنيو سره به ميليونونه افغانۍ نغدي مرسته وشي.
د وروستيو جګړو له امله د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون له ګڼو ولسواليو يې زرګونه کورنۍ کډه شوې دي.
د هلمند والي حيات الله حيات د لړم په ٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د ولسمشر له حکم سره به د دغه ولايت له بې ځايه شوو کورنيو سره د ٣٣ ميليونه افغانيو نغدي مرستې وشي.
والي وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله څه باندې اته زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.
د هغه په وينا، د بېځايه شوو کورنيو له ډلې نن له ٨٥٠ کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
هغه وويل چې دغه کورنۍ د يو کمېسيون له خوا سروې شوې وې او نن له هرې کورنۍ سره ١٢زره افغانۍ مرسته وشوه.
هغه زياته کړه: ((د مرستو د وېش پروسه کاملاً شفافه ده.))
د والي د معلوماتو له مخې، دوى له درې زره کورنيو سره نغدي مرستې کوي؛ ځکه له پنځه زرو نورو کورنيو سره د خيريه موسسو او کډوالو چارو رياست له لوري مرسته کېږي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا رييس محمدکريم اتل پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې ګڼې کورنۍ بېځايه شوې دي او جدي مرستيو ته اړتيا لري.
اتل زياته کړه: ((د ولايتي شورا غړي هم د مرستو د کمېسيون غړي دي خو اوس ځيني کورنۍ شکايت لري چې مرستې نه ورته رسېږي، په دې اړه موږ له والي صاحب سره يو ځاى کار کوو.))
د مرستو پر مهال د بي بي په نوم يوې مرمنې پژواک ته وويل چې له ناوې ولسوالۍ څخه کډه شوي دي خو تر اوسه مرسته ورته نه ده رسېدلې.
هغې وويل: ((موږ له ناوې ولسوالۍ څخه راغلي يو، يو زوی مې هم وژل شوى خو په دې لېست کې زموږ نوم نشته دى.))
خو د خالقداد په نوم يو بل کس بيا پژواک ته وويل: ((زه مزدوري کوم يواځې مېرمنه او اولادونه مې را ايستلي دي، دغه مرستې ښه دي تر يوه وخته موږ چلوي.))
خالقداد د بولان سيمې اصلي اوسېدونکى دى ټينګار کوي چې بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.
د يادونې ده، دا مهال د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په دويمه او درېيمه حوزو کې جګړې روانې دي او څلورمه حوزه يې له وسله والو طالبانو سره ده يواځې په لومړې حوزه کې امنيت ډاډمن دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










