ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې غونډه جوړېږي

د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې غونډه جوړېږي

author avatar
13 Nov 2016 - 11:16
د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې غونډه جوړېږي
author avatar
13 Nov 2016 - 11:16

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شي.

د یادې غونډې یوه ګډونوال د نوم نه ښودو په شرط د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده چې د پګواش موسسې په نوښت راتلونکي اونۍ په اسلام اباد کې په افغانستان کې د سولې په اړه غونډه جوړه شي.

سرچینه وایي چې په دې ناسته کې به د پاکستان او افغانستان یو شمېر مخور او مهم سیاسي مشران ګډون وکړي او په افغانستان کې به د سولې په اړه خپل نظريات سره شريک کړي.

د سرچینې په وینا، د افغانستان له خوا به په دې غونډه کې د پوهنې پخوانی وزیر غلام فاروق وردګ، ډاکتر انوارالحق احدي، ضیاالحق امرخېل، حاجي روح الله وکیل، خلیل الله صافی او یو شمېر نور سیاسي مشران ګډون وکړي .

د سرچينې په حواله، د پاکستان له لوري په دې غونډه کې د ګډون په موخه د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند، د ای اېس ای پخواني مشر اسد دراني، عزیز خان او داسې نورو سیاسي مشرانو د ګډون ژمنه کړې ده.

سرچینه وایې، د پګواش له خوا په اسلام اباد کې د جوړېدونکې غونډې ګډونوال د کوم حکومت رسمي استازیتوب نه کوي او یواځې په افغانستان کې د سولې پر لارو چارو خبرې کوي.

د هغه په وینا، دغه ناسته به درې ورځې دوام وکړي او ښایي چې د پګواش په چوکاټ کې د کابل او اسلام اباد تر منځ د سولې لپاره ګډه کاري کمېټه هم جوړه شي.

د یادونې ده، تر دې مخکې هم په قطر، اماراتو، فرانسه او ځینو نورو هېوادونو کې د پګواش له خوا د افغانستان د سولې په اړه غونډې جوړې شوې دي.

پګواش یوه کاناډایي موسسه ده چې د شخړو د هواري او سولې لپاره فعالیت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.