Language

د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په ګومارلو کې سوېلي زون ته په ونډې نه ورکولو اعتراض وشو

کندهار (پژواک ٧ ليندۍ ٩٥): د کندهار ولايتي شورا او د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکو د ملي وحدت پر حکومت نيوکه وکړه چې ګواکې له سوېل زون سره توپيري چلند کوي او د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په ټاکلو کې يې کندهار او دې زون ته ونډه نه ده ورکړې.

هغوى ګواښ وکړ چې خپل احتجاج ته دوام ورکوي او که غوښتنې يې و نه منل شي، نو په دې زون کې به ټاکنو ته اجازه ور نه کړي.

په دې اړه نن په ولايتي شورا کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ولايتي شورا د غړو تر څنګ يو شمېر قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړى وو.

غونډې ته قومي مشر څارنوال محمد عيسى خان په خپله وينا کې وويل، په سوېلي زون کې لوړې زده کړې لرونکي او تجربه کار ځوانان شته، خو يو يې هم د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په ډله کې و نه ټاکل شول.

هغه زياته کړه: ((په دې توګه زموږ سره توپيري چلند شوى او نظر انداز شوي يو.))

د ده په خبره، که د هغوى دغه اعتراض د حکومت پر مشرانو اغېز و نه کړ، نو د زون په کچه به احتجاج ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز ګواښ وکړ چې بيا به نه يواځې په ټاکنو کې ګډون نه کوي، بلکې حکومت ته به اجازه ور نه کړي چې په دې زون کې ټاکنې وشي.

د کندهار د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي هم وويل، ډېر د تاسف ځاى دى چې د ټاکنيزو کمېسيونونو په کمېشنرانو کې يو هم له کندهار او يا سوېلي زون څخه نه دى ټاکل شوى.

هغه زياته کړه، د ملي وحدت حکومت مشران بايد له سوېلي زون سره توپيري چلند پاى ته ورسوي او د ولسونو تر منځ د برابرۍ اصل ته ژمن و اوسي.

نوموړي هم ګواښ وکړ چې که د ټاکنيزو کمېسيونونو په کمېشنرانو کې د کندهار يا سوېلي زون څخه څوک و نه ټاکل شي، نو لاريونونه به وکړي او په دې زون کې به کله هم ټاکنو ته اجازه ور نه کړي.

د عبدالجليل ظريفي په نوم يوه کس چې ځان يې د دې ولايت د ځوانانو استازى معرفي کړ، وويل، مرکزي حکومت يو ځل بيا له سوېلي زون سره خپل تعصب څرګند کړ او د کمېشنرانو له ليست څخه يې د کندهار د اوسېدونکو نومونه حذف کړي دي.

هغه زياته کړه، دغه اقدام به د ولسمشرۍ، پارلمان او ولايتي شوراګانو پر ټاکنو ناسم اغېز وکړي.

login or register a new account.

Related Topics