کابل(پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د"تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" په کنفرانس کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر د متحدو عربي اماراتو د دولت ريیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په رسمي بلنه نن له غرمې مخکې د دغه هېواد پلازمینې ابوظبۍ ته روان شو.
سرچينه ليکي چې ولسمشر غني به د دغه سفر پر مهال یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د متحدوعربي اماراتو د خپلواکۍ د ملي ورځې په ۴۵مې کلیزې جشن کې هم ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني، د چارو ادارې عمومي ريیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست سلاکار اجمل غني او د جمهوري ریاست ویاند محمدهارون چخانسوري ملتیا کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP