کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٥): ولسمشر اشرف غني د ولایتي شوراګانو اړتیاوو ته د رسېدو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
له ارګه د مرغومي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د ۳۴ ولایتونو له والیانو، مشرتابه پلاوي او د ولایتي شوراګانو له غړو سره د چارو د ښه تنظیم او د ولایتي شوراګانو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه په ارګ کې د توحید په ملي مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، په دغه ویډیويي کنفرانس کې اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امنیتي سکتور سترو مسوولانو، د کابینې یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکارانو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست حضور درلود، چې په پيل کې ولسمشر د خدای تعالی په دربار کې د ټولو وژل شوو کسانو ارواح، په ځانګړي ډول د دایکنډي د ولایتي شورا غړي ته چې په دې وروستیو کې وژل شوی دی، دعا وکړه.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني له ولایتي شوراګانو څخه له دې امله چې د حکومت له برنامو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې له هره اړخه ملاتړ کړی دی، مننه وکړه. هغه له نظام او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او د دښمن په ماتولو کې د خلکو او ولایتي شوراګانو رول مهم وباله.
نوموړي د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي سراسري او بریالیو ټاکنو له امله چې له مخې یې د شوراګانو د رهبرۍ غړي وټاکل شول، هغوی ته مبارکي ورکړه او په ولایتي شوراګانو کې یې د ښځو ستونزو ته د رسېده ګۍ په برخه کې د ښځینه استازو حضور ارزښتمن وباله.
هغه د دولتي ادارو په ځانګړي ډول د سیمه ییزو بنسټونو تر منځ همغږۍ ته په اشارې وویل، په ادارو کې د کاري وضعیت د ښهوالي په خاطر باید همکارۍ پياوړې شي؛ ځکه له دې پرته نه شو بریالي کېدای.
ده د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست، لويې څارنوالۍ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، والیانو او د هغوی مرستیالانو څخه له دې امله مننه وکړه چې د ولایتي شوراګانو د مشرتابه پلاوي ټاکنې په بریالیتوب ترسره شوې.
غني وویل، د ولایتي شوراګانو هغه وړاندیز شوې بستې یې په خورا دقت مطالعه کړې دي چې څه موده مخکې جمهوري ریاست ته ور رسېدلې وې او په دغو وړاندیزونو کې شاملو موضوعاتو (د اداري ودانیو جوړول، د ولسي غونډو جوړولو او سفرونو لپاره د کافي بوديجې نشتوالی، د حج سهمیه، د نقلیه وسایطو نشتوالی، د ولایتي شوراګانو د غړو او دفترونو د امنیت تامین او د ولایتي شوراګانو د څارنې مقررې تايید) ته د رسېدنې په موخه لازم ګامونه اخيستل شوي دي.
هغه د کور او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکو دوو کلونو په اوږدو کې دې په کابل، بامیان، نیمروز، فاریاب، لغمان، نورستان، کندوز، غزني، فراه او لوګر ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو ودانۍ جوړې کړې.
نوموړي مالیې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د یوه ځانګړي طرزالعمل له مخې دې د ولسي غونډو جوړولو او سفرونو په خاطر دغو شوراګانو ته ۵۰ میلیونه او ۵۳۳زره افغانۍ تخصیص کړي.
ولسمشر د حج او اوقافو وزارت موظف کړ چې له ولایتي شوراګانو سره متناسب هغوی ته د حج سهمیه په پام کې ونیسي.
هغه همدارنګه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده ورکړه چې د ولایتي شوراګانو د غړو د ترانسپورټي ستونزو د لرې کولو په خاطر ۱۷ نقلیه وسیلې په ۱۳۹۶کال کې او ۱۷ نورې په ۱۳۹۷کال کې پېرلې دي.
اشرف غني کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ولایتي شوراګانو د دفترونو او غړو د لا ښه امنیت لپاره ارزونې ترسره کړي او په اړه یې لازم ګامونه واخلي، په دې برخه کې دې طرحه چمتو او د ملي امنیت شورا ته وسپاري.
نوموړي د مقررې د تايید په اړه وویل، دا طرحه د کابینې په اجنډا کې شامله شوې ده او ژر به تايید شي.
ده د ولایتي شوراګانو له غړو وغوښتل چې په ولسي ناستو کې دې د دښمن د توطیو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي، فساد او د ځمکو له غصب سره مبارزه او د خلکو او حکومت تر منځ دې د اړیکو په پياوړي کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله د وژل شوو کسانو روح ته د دعا تر څنګ د ولایتي شوراګانو له غړو څخه له دې امله مننه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ یې کړی دی او د هغوی د لا بریالیتوب هیله یې وکړه.
هغه په بریالیتوب سره د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنو ته په اشارې د ولایتي شوراګانو اداري پلاوو ته د ټاکنو مبارکي ورکړه.
اجرائیه ريیس د ادارو تر منځ پر لا همغږۍ ټینګار وکړ او د همکارۍ تازه روحیه یې وستایله.
عبدالله د ولایتي شوراګانو غړو ته په خطاب کې وویل: "تاسې د ملت او دولت تر منځ د ارتباط پول یاست، باید له سیمه ییزو ادارو سره په مشوره د قانون په چوکاټ کې د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون په خاطر هر اړخیزې هڅې او همکارۍ وکړئ."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










