ژبه

چخانسوري: د افغانستان دښمنان د مخامخ جګړې توان نه لري نو ځکه ځانمرګي بريدونه کوي

توسط احمدشاه عرفانیار

جنوري 11, 2017 - 5:49 pm

Views: 41

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۵): د ولسمشر وياند د کابل او کندهار وروستيو پېښو ته په اشارې وايي، د افغانستان دښمنان له دې امله ځانمرګي بريدونه ترسره کوي چې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې، نن د کورنيو چارو وزارت او د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې له وياندويانو سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.

پرون لومړى د کابل په دارالامان سيمه کې د ملي شورا ترڅنګ لومړۍ چاودنه او بيا ځانمرګى بريد وشو، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. دغه راز پرون ماخوستن د کندهار ولايت مقام اړونده د والي په مېلمستون کې چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې په افغانستان کې د اماراتو سفير جمعه محمد عبدالله الکعبي او د کندهار د والي همايون عزيزي په ګډون ١٨ تنه ټپيان او ١١ نور وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د دې پېښو په اړه وويل چې په دې بريدونو کې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.

هغه د کابل د پېښې په اړه زياته کړه، لومړى يوه پلي ځانمرګي د ملي شورا د الحاقيې په دروازه کې ځانته چادونه ورکړه، ترڅو دقيقو وروسته د موټر بم چاودنه وشوه، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

دى وايي: "د کابل پوليس چې کوم امار لري، د کابل د پنځو پوليسو، د پارلمان د شپږو امنيتي کارکوونکو او د ددو نورو امنيتي منسوبينو په ګډون  ۳۸ تنه زموږ هېوادوال په شهادت رسېدلي، د دې ترڅنګ ۸۶ ملکي کسان چې ډېر يې د ملي شورا اداري کارکوونکي دي، ټپيان شوي دي، په ټيپانو کې ۱۵ د ملي شورا امنيتي کسان او د کابل ولايت ۱۲ پوليس شامل دي."

د  کورنيو چارو وزارت وياند وويل، د کندهار ولايت د مقام په مېلمستون کې چې کومه چادونه شوې، د کندهار د والي د مرستيال په ګډون ۱۲ تنه په کې وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د ده په وينا، په مړو او ټپيانو کې د ولايت د مقام کارکوونکي او مېلمانه شامل دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند د يوې پوښتنې په ځواب کې په نظام کې دننه له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو شتون رد کړی او ويې ويل، په نظام کې دننه هېڅوک له وسله والو مخالفينو سره اړيکې نه لري، بلکې د وسله والو مخالفينو سخت مخالف دي.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وويل، سږ کال د ټول هېواد په کچه شپږ واړه قول اردوګانې په جګړو بوختې وې او دښمن ته يې درانه تلفات اړولي دي.

ده زياته کړه، په کندهار کې د ملي شورا غړي هم وژل شوي، په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو  سفير او څو ديپلوماټانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی زياتوي: "د کندهار د پېښې د څېړنې لپاره د ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر کړی، ترڅو د کندهار پېښه په هر اړخيز ډول وڅېړي او تر څېړنو وروسته به ټول نتايج له رسنيو او د افغانستان له خلکو سره شريک کړی شي."

login or register a new account.