منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۹ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له اوو کلونو وروسته هلمند ته د ښوونځيو کتابونه ورسېدل

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک،۲٣مرغومی۹۵): په هلمند کې د پوهنې رياست چارواکي وايي چې له اوو  کلونو وروسته ورته د ښوونځيو زرګونه ټوکه کتابونه ورسېدل.

د هلمند د پوهنې رييس قدرت الله يعقوبي د مرغومي په٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له اوو  کلونو وروسته ورته د ښوونځيو څلور زره او سل کارتنه کتابونه رسېدلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په هر کارتن کې له ٦٠ څخه تر سل ټوکه پورې کتابونه دي چې په دې کتابونو کې له لومړي ټولګي څخه نيولې تر دوولسمه  پورې ټول کتابونه شته.

هغه زياته کړه: (( په تېرو څو کلونو کې زموږ  زده کوونکي له دې کتابونو څخه بې برخې وو خو اوس يې نوره  ستونزه حل شوه.))

يعقوبي وايي چې ډير ژر به د دې کتابونو وېش په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې پيل کړي.

ده وويل چې د دې کتابونو د لېږد کرايه د کندهار  ولايت سوداګر حمکت الله ښادمن ورکړې ده.

په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل وويل چې په ښوونځيو کې د کتابونو نشتوالي د زده کړو بهير له ستونزو سره مخ کړى وو.

هغه وويل: (( تر دې وروسته له خيره  سره دغه ستونزه هواره شوه.))

اتل وايي چې تر دې وړاندې يو شمېر کسانو د خپلو شخصي ګټو په موخه ځينې کتابونه په بازار کې پلورل او زده کوونکو ته يې نه ورکول.

دغه راز د لښکرګاه ښار د دوستۍ لېسې د ١٢ټولګي زده کوونکي فريدون پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د کتابونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

هغه خوښي وښوده چې تر دې وروسته به يې ستونزې هوارې شي.

د يادونې ده چې د روان کال په اوږدو کې په هلمند کې د جګړو له امله ګڼ شمېر ښوونځي وتړل شول.

دا مهال په هلمند کې له ٤٠٢ ښوونځيو څخه ١٢٢ يې تړلي دي چې په خلاصو ښوونځيو کې د نجونو په ګډون ٢١٧ زره زده کوونکي زده کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه