کلات (پژواک، ٥ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د هوايي بريد له امله د القاعدې او طالبانو لسګونو کورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د سلواغې په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هوايي بريد د بهرنيو ځواکونو لخوا تېره شپه د خاک افغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې په ياده ولسوالۍ کې د شفق ٢ عملياتو پر مهال کشفي ارګانونو د القاعدې او طالبانو د کورنيو او بهرنيو وسله والو د شتون په اړه معلومات له بهرنيو ځواکونو سره شريک کړي وو.
د والي وياند وايي چې په دې هوايي بريد کې ٣١ وسله وال وژل شوي او ١٩ نور يې ټپيان شوي دي، چې يو شمېر قوماندانان هم په کې شامل دي.
د سيال په وينا، په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
دوه ورځې مخکې هم ځايي چارواکو په دغه ولايت کې د داعش د ٢١ وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د زابل په خاک افغان، ارغنداب او ځينو نورو ولسواليو کې د طالبانو، داعش او القاعدې ترڅنګ د ځينو نورو بهرنيو ډلو وسله وال هم مېشت شوي دي.
يادو ډلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP