ژبه

دفاع وزارت د تاله او برفک ولسوالۍ د بېرته نيولو خبر ورکړ

کابل (پژواک ١٣کب ٩٥) : ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري په خپله  فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې افغان امنيتي ځواکونو نن د پراخو عملياتو په ترڅ کې د تاله او برفک ولسوالي بيرته له وسله والو طالبانو ونيوله .

هغه زياته کړې چې د يادې ولسوالۍ د نيولو پرمهال وسله والو طالبانو ته ډيره مرګ ژوبله اوښتې ده .

نوموړى وايي چې افغان امنيتي ځواکونه مرګ ژوبله نه لري او د تصفيې عمليات لا جريان لري .

 خو وسله وال طالبان وايي چې د تاله او برفک ولسوالۍ د نيولو په موخه يې د امنيتي ځواکونو تعرضي عمليات له ماتې سره مخ کړي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده .

د يادونې ده چې د بغلان تاله او برفک ولسوالي درې ورځې مخکې اوسله والو طالبانو نيولې وه .

login or register a new account.