ژبه

​حيات: هلمند کې سلګونه ميله وسلې او پوځي موټر  لادرکه شوي

لښکرګاه(پژواک،۲۸کب۹۵): د هلمند والي د دغه ولايت له اوسېدونکو څخه له دې امله بښنه وغوښته چې په تېر يو کال کې د امنيت په ټينګښت او د نورو خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلى دى.

د هلمند والي حيات الله حيات دغه څرګندونې د کب په ٢٨مه د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د ١٨ دولتي ادارو او مدني ټولنو لخوا د جګړې د زيانونو، لاملونو او هغوى ته د حل لارې موندنې په موخه جوړه شوې وه.

حيات وويل چې هلمند ګاونډيو هېوادنو او يو شمېر حکومتي مسوولينو د شخصي ګټو لپاره نا امنه کړى چې پر  هرې برخې يې  بدې اغېزې شيندلې دي.

هغه زياته کړه : (( له تېرو څو کلونو راهيسې په پولیسو او نور نظامي برخو کې لوی فساد کېده، مسوولینو مرکز ته سم معلومات نه ورکول، نو له همدې امله موږ ونه توانېدو چې په تېر ژمي عمليات وکړو.))

والي د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه چې په دې ولايت سلګونه ميلې وسلې او پوځي موټر لادرکه شوي او په اړه يې مرکز ته هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

ده وويل: (( ټول مسوولين ملامته دي، نو د ټولو په استازيتوب زه له تاسو څخه بښنه غواړم، چې د امنيت په ټينګښت او د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي يو.))

خو حيات وويل چې په يادو ټولو برخو کې يې اصلاحات راوستلي دي او هڅه کوي چې ستونزې نورې هم کمې کړي.

ده وويل: (( تر دې وروسته به نور زموږ پوليس ملي وي، يواځې د شخص په خدمت کې به نه وي.))

د حيات په وينا، تر دې وروسته به ټول مسوولين د اړيکو پر بنسټ نه، بلکې د وړتياوو له مخې ټاکل کيږي.

په دې غونډه کې د هلمند د پوهنې رياست د اسلامي تعليماتو مسوول محمد نبي وويل چې په دې ولايت کې د نا امنيو له امله ١٣٩ ښوونځي تړل شوي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړي دي.

هغه دا هم وويل چې په تېرو څو کلونو کې د پوهنې رياست اړوند ٣٠ کارکوونکي او ٣٥ زده کوونکي وژل شوي دي.

دغه راز په هلمند کې د قومونو او سرحدونو چارو رييس احمد نويد نظري وويل چې روانې جګړې د دې سيمې ارزښتونه هم زيانمن کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع