منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملي دفاع وزارت: سنګين ولسوالۍ سقوط نه دى کړى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

لښکرګاه(پژواک،٣ورى٩٦): په هلمند کې امنيتي سرچيني وايي چې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ نيولې ده ، خو د ملي دفاع وزارت بيا دغه څرګندونې ردوي.

په هلمند ولايت کې يوې امنيتي سرچينې د وري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سنګين ولسوالۍ مرکز نيولى دى.

هغه زياته کړه: (( په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو له حده ډير تلفات ورکړل او اکمالات هم په وخت ورته نه رسېدل نو مجبور شول چې د سنګين مرکز طالبانو ته پرېږدي.))

د سرچينې په وينا، امنيتي ځواکونو له سنګين ولسوالۍ څخه ټول وسايل او تجهيزات د ٢١٥ ميوند قول اردو دويمې لوا ته انتقال کړي دي.

هغه وويل چې که امنيتي چارواکي د سنګين د بېرته نيولو لپاره ډير ژر لاس په کار نه شي کېداى شي د دې ولسوالۍ نورې سيمې هم د نا امنۍ له ګواښ سره مخ شي.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر پژواک ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو د سنګين ولسوالۍ مرکز  وسله والو طالبانو ته خوشې کړى دى.

هغه وايي: ((سنګين ولسوالۍ د يو پلان په اساس پرېښودل شوې ما په دې اړه پخوا هم اعتراض کړى چې دا کار به ښه پايلې ونه لري.))

شاکر وويل چې د سنګين ولسوالۍ په سقوط سره به په ټولو سيمو کې د نا امنۍ ګواښونه ډير شي او د طالبانو د جلب و جذب پروسه به هم ګړندۍ شي.

دغه راز د سنګين ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا رييس حاجي ميرا جان هم د وسله والو طالبانو په لاس د دې ولسوالۍ سقوط تاييد کړ.

ده وويل چې امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ او د ملي اردو  د کنډک ودانۍ بمبار کړي، خو د ملي اردو په کنډک کې جنګي وسايل او تجهيزات و چې وسله والو مخالفينو ته په لاس ورغلي دي.

خو د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري پژواک ته وويل چې سنګين ولسوالۍ سقوط نه دى کړى او دا يواځې د وسله والو مخالفينو تبليغات دي.

ده وويل: (( د ملي دفاع وزارت د پلان په اساس په سنګين ولسوالۍ کې د ثابت قدم په نوم د امنيتي ځواکونو يو بيز و چې  له فرعي سيمې څخه خپلې اصلي سيمې ته چې د سنګين ولسوالۍ په شکر شيله سيمه کې دى انتقال شوى دى.))

وزيري وايي چې ولسوالۍ اوس هم د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي. 

بل لورته وسله وال طالبان هم د سنګين ولسوالۍ سقوط تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د سنګين ولسوالۍ مرکز نيولى دى.

هغه وويل چې امنيتي ځواکونو د تګ پرمهال د ولسوالۍ مرکز له هوا څخه بمبار کړى چې د ولسوالۍ ودانۍ يې زيانمنه کړې ده.

خو احمدي وايي چې د سنګين د نيونې پرمهال طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د سنګين په ګډون د هلمند ولايت له ١٣ ولسواليو څخه ناوه، باغران، ديشو، بغران، نوزاد او موسى کلا ولسوالۍ له طالبانو سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه