منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۹ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کينتوز: تېر کال هلمند کې کابو ٢٦زره کيلوګرامه نشه يي توکي کشف شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ وری ۹۶): د هلمند امنيه قوماندان وايي، تېر کال کې کابو ٢٦زره کيلوګرامه نشه يي توکي کشف شوي، چې يوه برخه يې په سيمو کې له منځه وړل شوې او بله برخه يې په ډيپوګانو کې دي.

دغه څرګندونې امنيه قوماندان پاسوال اقانور کينتوز، نن په داسې حال کې په خبري ناسته کې وکړې، چې د هلمند د نشه يي توکو سره د مبارزې رييس سيد احمد ورور وايي، دوى ته يواځې د لسو کيلوګرامو هيرويينو د نيول کېدو خبر ورکړل شوى او د نورو په اړه معلومات نه لري.

يوه اوونۍ وړاندې، د هلمند د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزي رييس ويلي و چې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول کېدونکي نشه يي توکي غلا کېږي او اصلي مواد تر دوى پورې نه رسېږي.

خو قوماندان کينتوز وويل، تر ١٢زره کيلوګرامه نشه يي توکو ډېر يې په سيمو کې تر کشفېدو وروسته د پروسس په فابريکو کې د بمبار له امله له منځه وړل شوي چې ترياک، هيرويين او چرس په کې شامل وو.

ده زياته کړه، څه باندې ١٣زره کيلوګرامه نور نشه يي توکي بيا د ملي امنيت، پوليسو، ملي اردو او نورو ځواکونو له کشف او نيول شوي چې دا مهال په بېلابېلو زېرمتونونو کې ساتل کېږي، چې په خپل وخت به له منځه يوړل شي.

د هغه په وينا، له دې نشه يي توکو سره د تړاو په تور ١٦ تنه نيول شوي او په خپل وخت عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي. دغه راز له هغوى څخه ١٢ موټر هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

امنيه قوماندان په دې اړه چې د نشه يي توکو رياست ته د نيولو شويو توکو راپور نه دى ورکړل شوى، وويل: "ځينې ارګانونه په ځانګړې توګه ملي اردو په دې برخه کې قانون تر پښو لاندې کړى، دغه توکي چې بايد دوى ته يې وسپاري، نه دي سپارلي.

نوموړي وويل، له بلې خوا د روانو جنګونو له امله هم، نه دي توانېدلي چې په دې برخه کې همغږي رامنځ ته کړي.

دى زياتوي: "د نظام په دننه کې هم، ځينې کسان د نشه يي توکو په لېږد او نورو ناقانونه کړنو کې لاس لري، د مافيايي کړيو شتون او له پاکستان سره اوږدې پولې هم دې ته زمينه برابره کړې، چې د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې فعاليت تر سوال لاندې راشي."

خو د ده په خبره، د پوليسو په ليکو کې يې ځينې تورن کسان له دندو لرې کړي دي.

پاسوال کينتوز سږکال د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين د نه کولو په اړه وويل، د ناامنيو او ځينو نورو تخنيکي نيمګړتياوو له امله ونه توانېدل چې کمپاين پيل کړي، ځکه د ټولو امنيتي ارګانونو پرسونل په جګړو او عملياتو بوخت وو.

د هلمند د ملي امنيت رييس تورن جنرال محمد ياسين بيا وويل، سږکال د کوکنارو د له منځه وړلو وخت تېر شو، خو راتلونکو کلونو کې به يې پر وړاندې مبارزه جدي شي.

د هلمند والي حيات الله حيات وويل، تېر کال د پوليسو تشکيل ډېر کم و، خو بيا يې هم يادې لاسته راوړنې لرلې دي، په راتلونکي کې به د نشه يي توکو له کر او قاچاق سره مبارزه چټکه کړي.

تردې وړاندې نوموړي دا هم ويلي و، چې د نشه يې توکو د ترلاسه کولو په برخه کې پراخ فساد کېږي.

ده زياته کړه، د پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو د تشکيلاتو او تجهيزاتو ستونزې يې اوس هوارې شوي، چې له مخې به يې لومړى د لښکرګاه او بيا په لرو سيمو کې عمليات پيل شي.

په دې خبري ناسته کې د ملي اردو په استازيتوب کوم چا خبرې ونه کړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه