منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:10 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

حبیبي: د وسله والو مخالفینو ملا مو ماته کړې

· 2 دقیقې لوستل · 94 کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳۰ وری، ۹۶): د ملي د دفاع وزير جنرال عبدالله حبيبي وايي چې د دښمن ملا ماته شوې او د هغو تر له منځه وړلو پورې به ورسره جګړه وکړي.

نوموړي د شمال زون په ۲۰۹ شاهين قول اردو سرتېرو ته په يوه غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ۱۳۹۵لمريز کال د دښمن پر وړاندې د افغان ځواکونو بريالی کال و.

نوموړي زياته کړه چې په تېر کال کې دښمن ډېر شوم پلانونه لرل، خو عملي يې نه شو کړای.

خو د ملي دفاع وزير دا هم وويل چې روان کال به هم د افغان ځواکونو لپاره اسان کال نه وي.

نوموړي زياته کړه، لا هم د دښمن پر وړاندې دمې ته اړتيا نشته او په پرله پسې توګه بايد د هېواد د امنيت ساتنې پر وړاندې په سنګرونو کې تيارسی و اوسو.

د دفاع وزير حبيبي د شاهين قول اردو سرتېرو ته په خطاب کې وويل: ((د تېر کال په ژمي کې د دښمن ملا ماته شوې، اوس به يې نه پرېږدئ، ورپسې ورشئ او نابود يې کړئ.))

نوموړي په دفاع وزارت کې د فساد په تړاو وويل، هېچا ته به اجازه ورنه کړی چې د افغان سرتېري په حق کې فساد وکړي.

نوموړي زياته کړه، د دفاع وزارت رهبري او سرتېري به په ګډه د مفسدينو پر وړاندې کار کوي او د ملي اردو له ليکو څخه به يې باسي.

په شمال زون کې د شاهين قول اردو قوماندان مومند کټوازي وويل، تېر کال يې په شمال زون کې دښمن ته سخته ماتې ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه، په ۹۵ لمريز کې د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۰۰ چاڼيز عمليات په برياليتوب سره ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه کال کې ۳۶۰ وسله والو مخالفينو وسلې کېښودې او د سولې پروسې له لارې عادي ژوند ته وګرځېدل.

کټوازي وويل، دمګړۍ هم د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د دښمن پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.

نوموړي زياته کړه، په دغو عملياتو کې تر دې دمه ۱۰۸ وسله والو مخالفين وژل شوي او ۱۱۶ ټپیان شوي دي.

د هغه په وينا، سږ کال هم د سولې پروسې له لارې ۱۵۰ وسله وال مخالفين عادي ژوند ته ګرځېدلې دي.

مومند کټوازي ټينګار وکړ چې سږنی کال به هم په شمال زون کې دښمن د ناکامۍ کال وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

احساس
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي