ژبه

زاخېلوال: له کرښې د پاکستاني ځواکونو اوښتل له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 10, 2017 - 11:46 am

Views: 36

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي چې پاکستاني ځواکونه نه يوازې په سپين بولدک، بلکې په نورو سيمو کې هم له ډيورنډ فرضي کرښې اوښتي او پوستې يې جوړې کړې دي.

افغان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې پرون يې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف له سلاکار سرتاج عزيز سره وليدل.

هغه زياته کړې، په دې ليدنه کې يې له سرتاج عزيز سره د چمن- سپين بولدک پر وروستۍ نښتې او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

زاخېلوال ويلي چې پاکستاني ځواکونو په سپين بولدک کې له ډيورنډ فرضي کرښې افغان کليو ته اوښتي وو او هلته يې سرشمېرنه کوله.

افغان سفير وايي: ((د پاکستاني ځواکونو دغه کار نه يوازې د افغانستان له حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه ده، بلکې د دوى له خوا د افغانانو د راپارولو لپاره يوه هڅه وه.))

د نوموړي په وينا، دوى له پخوا پاکستاني امنيتي مشرانو ته په ډاګه کړې وه چې د ډيورنډ پر کرښه په افغان کليو کې له سروې او سرشمېرنې ډډه وکړي او که دغه کار يې وکړ نو له غبرګون سره به مخ شي.

خو زاخېلوال وايي چې افغان لورى تيار دى چې ياده ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

هغه زياته کړې چې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز ته يې دا هم وويل چې دا يوازې په سپين بولدک کې نه وه، بلکې پاکستاني ځواکونو په نورو سيمو لکه انګور اډه، غلام خان، خواجه خدر او نورو ساحو کې هم له ډيورنډ کرښې را اوښتي او پوستې يې جوړې کړې دي.

افغان سفير وايي، په لندن کې له پاکستان سره په وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې وه چې دا ډول ستونزې او شخړې بايد مخکې له هغه هوارې شي چې ستونزه غټه او د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم خرابې شي.

 

هغه زياته کړې، افغان لوري تل لېوالتيا ښودلې چې دا ډول ستونزې او نور موضوعاتو د رغنده خبرو اترو له لارې هوار کړي.

زاخېلوال وايي، پاکستانى لورى يې وننګاوه څو ثابته کړي چې د چمن- سپين بولدک جګړه د افغان لوري له خوا پیل شوې وه.

login or register a new account.