کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): په چين کې د افغانستان سفير وايي، چين او امريکا دې د افغانستان لپاره سيالي نه، بلکې همکاري وکړي.
جانان موسى زي دغه څرګندونې يوې چينايي رسنۍ ته په ځانګړې مرکه کې کړې دي چې نن (د غويي ٢٣مه) خپره شوې ده.
هغه په دې مرکه کې له چين څخه په ځانګړې توګه غوښتي چې د جګړه ځپلي افغانستان په بيارغونه کې مرسته وکړي.
افغان سفير زياته کړې: ((افغانستان د همکاريو لپاره يو بې سارى فرصت دى، نه د امريکا او چين د مسابقو او سياليو لپاره.))
موسى زي ويلي چې وروستيو امنيتي ننګونو د ټولې سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کړى دى.
د هغه په وينا، چين د افغانستان نږدې ګاوڼدى هېواد دى چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي.
نوموړى وايي، په اوږودمهال کې چين کولى شي چې له خپلو اقتصادي مرستو افغانستان د سيمې په کچه پر اقتصادي مرکز بدل کړي.
موسى زياته کړې: ((افغانستان په سيمه کې يوازېنی هېواد دى چې له چين او امريکا سره د همکاريو درې اړخيز ميکانېزم لري، په داسې حال کې چې په نړۍ کې بل داسې هېواد نشته چې داسې يو بېسارى رول ولوبوي.))
د هغه په وينا، امريکا او چين په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او بيا وروسته د سولې په پروسه کې رغنده رول لوبولى دى.
موسى زي په ډاګه کړې چې دواړو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې او د افغان ملي ځواکونو څخه تل ملاتړ کړى دى.
نوموړي د افغانستان، چين او امريکا د همکاريو درې اړخيز میکانېزم ته په اشارې سره وويل چې افغان ډيپلوماتان په يادو هېوادونو کې روزل شوي او درې واړه هېوادونه په نورو برخو کې هم خپلو همکاريو ته پراختيا ورکوي.
په بيجينګ کې د افغانستان سفير دغه راز وايي چې چين او امريکا د پاکستان په ګډون د هغه څلور اړخيز ګروپ غړي هم دي چې د افغان سولې لپاره تېر کال جوړ شوى و.
login or register a new account.