ژبه

ولسمشر غني : پاکستان په انزوا کې دى، خو منزوي پاکستان زموږ په ګټه نه دى

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 20, 2017 - 9:03 am

Views: 48

کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٦) : ولسمشر اشرف غني وايي، چې پاکستان په انزوا کې دی، خو منزوي پاکستان د افغانستان په ګټه نه دی .

له ارګ څخه د غويي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې د لوى کندهار مشرانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې لومړی  طوفان وزیري، سناتور محمد حنیف حنیفي او ګلالۍ اڅکزۍ د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ناامنۍ، ستونزو او تهدیدونو باوجود یې د انکشاف، اقتصادي ودې، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان د بریالي بهرني سیاست په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس هلې ځلې او لاسته راوړنې وستایلې.

یادو ویناوالو بین الافغاني مذاکرات سولې ته د رسېدو یو اصل وباله او زیاته یې کړه، افغانان نور د بې وزلې او جنګ زغم نه لري، نو  په هېواد کې د سولې د تامین په موخه دې د حزب اسلامي په څېر له نورو مخالفینو سره هم  د سولې بین الافغاني مذاکرات وشي.

ولسمشر غني د يادو مشرانو د خبرو تر اورېدلو وروسته د لوی کندهار له مشرانو څخه مننه وکړه چې د افغانستان د ولس د اساسي غوښتنې یانې سولې په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړ.

هغه زیاته کړه : (( سوله زموږ مهمه غوښتنه ده او د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره ګډ کار، د ولس مرستې، زغم او انعطاف ته اړتیا ده.))

ولسمشر غني ، د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بریالي مذاکرات د نېت، ارادې، قضاوت او قانونیت د څلورو اصلونو په اساس ترسره شول. هغه زیاته کړه، له حزب اسلامي سره د سولې بریالیو مذاکراتو نور هم سولې ته قانع کړي دي.

هغه د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د ولسونو قدرداني وکړه، چې تروریستي ډلې یې له خپلې سیمې وشړلې او دا د سولې د تامین ،د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره یو ښه ګام دی.

ولسمشر اشرف غني وویل : (( نن پاکستان په انزوا کې دی، خو منزوي پاکستان زموږ په ګټه نه دی، موږ باید بالاخره له پاکستان سره د دولت په توګه سولې ته ورسېږو او هغوی د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس اخیستنې ته وهڅول شي.))

د نوموړي په وينا، حکومت د ټولو هېوادوالو په ګډون د ښځو د ژوند د وضعیت ښه والي ته ژمن دی او د قانون په رڼا کې به ورته د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې شي.  په پای کې د کندهار مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه.

login or register a new account.