کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۶): د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزه کرکټ لیګ د لوبډلو د پلور په تعقیب ملي او بهرني لوبغاړي هم د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلورل.
په دې اړه پرون تر ماښام وروسته په کابل کې یو لړمراسم نیول شوي وو، چې پکې دافغانستان کرکټ بورډ چارواکو او د شرکتونو مسوولنیو برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل وویل : “نن موږ یو بل تاریخي اقدام ترسره کوو او د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ملي او بهرني لوبغاړي د آزادې داوطلبۍ له لارې پلور ته وړاندې کوو. دا تاریخي شهکار به نه یوازې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د پرمختګ نوی فصل پرانیزي بلکه په کرکټ کې به د ملي سوداګرو پراخې پانګونې ته هم زمینه مساعده کړي.”
ورپسې د ملي او بهرنیو لوبغاړو رسمي داوطلبي پیل شوه. د لوبډلو امتیاز درلودونکو شرکتونو په خورا لیوالتیا د خپلې خوښې لوبغاړي وپیرل او د داوطلبۍ مراسمو د شپې تر ۱۲ بجو دوام وکړ. ټول لوبغاړي په ډیر ښه ارزښت وپلورل شول چې له ډلې یې ګلبدین نایب د ۷،۴ میلیون افغانیو په ارزښت، پاکستانی لوبغاړی رومان رئیس د ۴،۲ میلیون افغانیو په ارزښت او فضل نیازی د ۱،۲۵ میلیون افغانیو په ارزښت د عارف عظیم بوست ساتونکو لوبډلې لخوا، نجیب الله ځدراڼ د ۶،۴ میلیون افغانیو او پاکستانی لوبغاړی سهیل تنویر د ۴،۲ میلیون افغانیو په ارزښت د پاراګون بندامیر ښامارانو لوبډلې لخوا، پاکستاني لوبغاړی کامران اکمل د ۵،۲ میلیون افغانیو، فرید ملک د ۳،۱ میلیون افغانیو او عبدالله مزاري د ۱،۵۵ میلیون افغانیو په ارزښت د جنرال پټرولیم کابل بازانو لوبډلې لخوا، بنګله دیشی تمیم اقبال د ۲،۱ میلیون افغانیو او یونس احمدزی د ۱،۵۵ میلیون افغانیو په ارزښت د عبدالهادي مسلم یار ګروپ لخوا او د زمبابوې هیمالټن مساکتزا د ۱،۳۵ میلیون افغانیو، یامین احمدزی د ۱،۶ میلیون افغانیو او شرف الدین اشرف د ۱،۰۵ میلیون افغانیو په ارزښت د المصافي آمو نهنګانو لوبډلې لخوا وپیرل شول. همداراز نور ملي او بهرني لوبغاړي هم د امتیاز درلودونکو شرکتونو لخوا په ښه ارزښت وپیرل شول.
د غونډې په پای کې د ټولو امتیاز درلودونکو شرکتونو استازو د کرکت بورډ له دغه نوښت څخه قدرداني وکړه او ویې ویل چې، دوی په کرکټ پانګونه خپل ملي رسالت بولي او په افغانستان کې د کرکټ ودې ته چې یوه ملي پروسه ده، ژمن دي. دوی همداراز ژمنه وکړه، هغه لوبغاړي چې په لومړني قیمت پیرل شوي، اضافي امتیاز به ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن