منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند په سنګین کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۶): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په سنګين ولسوالۍ کې اوه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي د غبرګولي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ٧ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي خو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز ځاځي وويل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ په دروېشان سيمه کې شپني عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو پیکپ موټر،  یو موټرسايکل، ۲٠ د پرسونل ضد ماینونه او ١٥ د هاوان مرمۍ د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يادې پېښې تاييد کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي دي چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو يو ټانګ په ماينونو الوځولى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه