ژبه

د علماوو شورا : فرصته طلبه ډلې دې د خلکو له مدني حرکتونو ګټه پورته نه کړي

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 5, 2017 - 3:20 am

Views: 43

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦) : د هېواد دعلماوو سرتاسري شورا مدني حرکتونو ته په اشارې وویل، خلک باید د یو خاص میکانیزم له مخې خپلې غوښتنې حکومت سره شریکې کړې او اجازه ورنه کړي، فرصت طلبه ډلې د دوی مدني غونډې او احساسات د ځان په ګټه وکاروي.

ولسمشر دغه څرګندونې د هېواد دعلماوو د سرتاسري شورا له رئیس او غړو سره په ناسته کې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې د سولې د تامین په خاطر خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي..

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې، لومړی په وروستیو تروریستي پېښو خواشیني څرګنده او د خدای تعالی په دربار کې د دغو تروریستي پېښو د ټولو شهیدانو روح دعا وشوه.

په دغه ناسته کې مولوي عطاالله لودین، مولوي عبدالسلام عابد، مولوي سمیع الله ریحان او مفتي فضل مولا د نورو علماوو په استازیتوب خبرې وکړې اوله دوی سره یې د جمهوررئیس له مشورې مننه وکړه.

هغوی وروستیو پېښو ته په اشارې وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان د دین په نامه د بشر ضد کړنې ترسره کوي او د علماوو په ګډون ښځې او ماشومان په نښه کوي.

ویناوالو څرګنده کړه چې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د دغسې پېښو په اړه چې د خلکو په وژنې تمامېږي تل خپل واضح موقف څرګند کړی دی او هغه یې مردودې ګڼلې او په کلکو ټکو يې غندلي دي.

ویناوالو هر یو په ټول افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین ټنیګار وکړ او له ګوندونو، مدني بنسټونو، سیاسینو، فرهنګیانو او له ټولو اقشارو یې وغوښتل چې د ملي وحدت د پیاوړتیا او د خلکو د یووالي لپاره هڅه وکړي.

هغوی له حکومت څخه د ملاتړ تر څنګ جمهوررئیس سره د هېوادوالو د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د حل، د سولې او ثبات د تامین، په بنسټونو کې د سراسري اصلاحاتو او د فساد د له منځه وړلو، په حکومتي موقفونو کې د علماوو څخه د کار اخیستو او د هېواد له علماوو سره د ناستو د دوام په اړه خپل پیشنهادونه شریک کړل.

ویناوالو مدني حرکتونو ته په اشارې وویل، خلک باید د یو خاص میکانیزم له مخې خپلې غوښتنې حکومت سره شریکې کړې او اجازه ورنه کړي، فرصت طلبه ډلې د دوی مدني غونډې او احساسات د ځان په ګټه وکاروي.

ولسمشر غني د هغوی د ویناوو له اورېدو وروسته، په وروستیو پېښو کې د یو شمېر علماوو په شهادت هغوی ته تسلیت ووایه او د دغو پېښو د عاملانو په مجازاتو یې ټنیګار وکړ.هغه زیاته کړه د شهیدانو د کورنیو پوښتنه کوم، ځکه دا زما شرعي او ملي وجیبه ده.

هغه ، څرګنده کړه، د ثبات یوازینۍ لار اسلام او یووالی مو په اسلامیت کې دی، ځکه د اسلام پاک دین کې قوم، طرف او سمت مطرح نه‌دی. هغه وویل، موږ باید د یوې ټولنیزې سولې په لور لاړ شو تر څو په اوسنیو ستونزو برلاسي شو.

ولسمشر غني له دیني علماوو وغوښتل چې د دیني لارښوونو په برخه کې د خلکو پوهای زیات کړي، ځکه منحرف کسان له دین او دیني لارښوونو غلط برداشتونه لري. هغه وویل، یو ملي بحث ته اړتیا ده چې ټول په همغږۍ او ملي یووالي ګامونه پورته کړو.

login or register a new account.