کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۶): دپخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک د غبرګولي په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا ځل دسولې د عالي شورا ریاست لپاره کاندیدان ډیر وو.
خو هغه زیاته کړه، چې ولسمشر دا ځل ښه وګڼله، چې دسولې دعالي شورا له منځ څخه یو تن وټاکي، څو دسولې کارونه په ښه توګه پرمخ بوځي.
خپلواک وایي، چې ډیرو مشورو وروسته ولسمشر د سولې دعالي شورا ستر سلاکار او د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي د سولې د عالي شورا درییس په توګه وټاکلو.
د نوموړي په وینا، کریم خلیلي به سبا د کابل پروسې کانفرانس دیوې برخې چې دسولې په اړه ده، مشري هم پر مخ وړي.
د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې مخکې دسولې د عالي شورا پخوانی مشر جهادي رهبر پیر سید احمد ګیلاني د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شوی و.
login or register a new account.