کابل (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٦): د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به په خپلو فعالیتونو کې شفافیت رامنځته کړي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له لنډمهال عمومي رئیس ټیکي نیورک ګیتو او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره کې د شفافیت او حساب ورکولو د چټکتیا له امله د دې ادارې د هڅو قدرداني وکړه.
سرچينې ويلي، د ملګرو ملتونو پراختیایې اداره په افغانستان کې له لویو مرسته کوونکو بنسټونو څخه ده چې د نظم او قانون پروژې مرستې (LOTFA) د پوليسو لپاره د نړیوال تمویل میکانیزم برابروي.
په دې وروستیو کې د بودیجې په برخه کې د یو اېن ډي پي (UNDP) د ناسم مدیریت په اړه د ادعاوو له امله د ملي یووالي حکومت او ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې اړیکې سړې شوې وې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې ولسمشر وویل، د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره کې د روڼوالي د پیاوړتیا، د دې ادارې په فعالیتونو کې د حساب ورکولو او له ټولو بنسټونو سره د مثبت او موثرو اړیکو له رامنځته کېدو مننه کوم.
هغه زياته کړې، په هغه څه کې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یې ترسره کوي، واضح موخو او لا زیات شفافیت ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په یوه مطبوعاتي بیانیه کې خپلې تېروتنې منلې او ټینګار یې کړی چې د ځینو کسانو پر وړاندې اقدام شوی او پر یوې متخلفې نړیوالې کمپنۍ بندیزونه لګول شوي دي.
که څه هم چې د ټولو ادعاګانو د تعقیب شرایط موجود نه وو او د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې وویل، دوی مني چې ممکن د افغانستان دولت لپاره یې د فعالیتونو پایلې د قناعت وړ نه وي.
دوی په دې برخه کې د افغانستان دولت له لوري له هر ډول وړاندیز شوو څېړنو څخه ملاتړ څرګند کړ.
ولسمشر غني وویل، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د خپلو فعالیتونو لپاره ښه میکانیزم چې د افغانستان د امنیتي ارګانونو د فعالیتونو د مدیریت لپاره مهم بنسټ وي، نه دی رامنځته کړی.
اشرف غني د کابل پروسې کنفرانس د پرانیستنې وینا کې د سولې لپاره یوه نوې تګلاره بیان کړه، وې ویل، افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په خاطر ځیني اقدامات کړي دي.
login or register a new account.