ژبه

د افغانستان- پاکستان ګډې کاري ډلې لومړۍ غونډه کابل کې جوړېږي

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 11, 2017 - 10:28 am

Views: 55

کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٥): ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير هوکړه کړې ده چې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر ضد ګډه مبارزه کوي چې د دواړو هېوادونو او سيمې امنيت ته يې ګواښ رامنځته کړى دى.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د ولسمشر غني او د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف د ليدنې انځورونه او لنډ معلومات خپاره شوي دي.

سرچينې زياته کړې ده چې دا ليدنه دوه ورځې مخکې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهاى کنفرانس په څنډه کې وشوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر پر ملکي وګړو د بريدونو پر نه کولو ټينګار وکړ او په ډاګه يې کړه چې د روژې په مبارکه مياشت او د جنازې په مراسمو بريدونه نور افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

سرچينې ويلي، د پاکستان لومړي وزير نوازشريف په افغانستان کې وروستي ترهګريز بريدونه په کلکه وغندل.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير موافقه وکړه چې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر ضد به ګډه مبارزه کوي چې د دواړو هېوادونو او سيمې امنيت ته يې ګواښ رامنځته کړى دى.

دغه راز په دې ليدنه کې افغانستان او پاکستان د يوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هم موافقه وکړه چې لومړۍ غونډه به يې په کابل کې جوړېږي.

خو سرچينې د دې غونډې کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.

دغه راز د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې لپاره د پاکستان او افغانستان  د ګډو غونډو پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

د يادونې ده، د شانګهاى غونډې پر مهال د چين ولسمشر شي جین پینګ د افغانستان  له ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې پر مهال د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ د درې اړخیزې ناستې د جوړولو وړانديز کړى و.

login or register a new account.