ژبه

جیمز مټیس: د افغانستان په جګړه کې ګټونکي نه یو

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 14, 2017 - 11:00 am

Views: 50

کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٥): د امريکا د دفاع وزير وايي چې د افغانستان په جګړه کې ګټونکي نه دي.

د دفاع وزير جيمز مټيس دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې په دويمه ورځ د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون پر وړاندې د افغانستان په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال کړې دي.

 هغه زياته کړې: "موږ په اوسني حالت کې د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې نه يو او هر څومره ژر چې کېږي بايد دا وضعيت سم شي".

د امريکا د دفاع وزير ژمنه وکړه چې د راتلونکې جولاى مياشتې تر نيمايي پورې به د افغانستان په اړه نوې تګلاره اعلان شي.

ټاکل شوې وه چې امريکا دغه تګلاره تېره مياشت اعلان کړې واى خو د افغانستان د وروستيو امنيتي او سياسي حالاتو له امله وځنډېده.

جيمز مټيس ياد کمېسيون ته منلې چې د امريکا له نوي حکومت سره د افغانستان په اړه کومه څرګنده تګلاره نشته.

په ياده غونډه کې د امريکا د سنا د دفاعي خدمتونو د کمېټې مشر جان مکېن د دفاع پر وزير فشار راووړ او ورته يې په ډاګه کړه چې امريکا بايد په افغانستان کې د حالاتو د بدلولو لپاره ژر تر ژره تګلاره بدله او سرچينې زياتې کړي.

بلخوا د سپينې ماڼۍ سرچينو ويلي چې ولسمشر ټرمپ د دفاع وزير جيمز مټيس ته واک ورکړى چې په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

په افغانستان کې د امريکایي سرتېرو شمېر ٨۴٠٠ دی، خو اوس داسې ښکاري چې دغه شمېر په راتلونکو اوونيو کې زيات شي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن ويلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د ځواکونو له کمښت سره مخ دي.

هغه له امريکا او ناټو غوښتي وو‌ چې ورته زرګونه نور سرتېري ولېـږي.

د ناټو په سرمشريزه غونډه کې چې تېره مياشت په بلجيم کې جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې افغانستان به نور سرتېري ولېږي، خو شمېر يې نه و په ډاګه شوی.

login or register a new account.