ژبه

د ملکرو ملتونو سرمنشي په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلى دى

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 14, 2017 - 9:05 am

Views: 56

کابل  (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦) : د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغان چارواکو سره د خبرو اترو په موخه په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر (يوناما) يوې سرچينې د غبرګولي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سرمنشي انتونيو ګويټرز نن سهار کابل ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه به د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د حکومت  اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

يوناما وايي چې سرمنشي به دغه راز  د مدني ټولنې له يو شمېر غړو هم  پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم  په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي  چې په دې سختو حالاتو کې له افغانانو سره د يو والي او ملاتړ په موخه کابل ته راغلى دى. 

login or register a new account.