کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): نړیوال بانک د غربت او فقر د له منځه وړو په موخه له افغانستان سره د له ٥٠٠ ميليونو ډالرو د زياتې وړيا مرستې اعلان وکړ.
په کابل کې د نړيوال بانک دفتر له خوا د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د افغانستان د دولت له هلو ځلو او هڅو د ملاتړ په موخه اعلان شوې ده، څو د ټولو افغانانو لپاره د دوامدار پرمختګ زمينه برابره شي.
سرچينې زياته کړې، په پام کې ده چې د مرستو دغه نوې ټولګه به د افغانستان له دولت سره په بېلابېلو برخو او ساحو، لکه د کډوالو له راستنېدو څخه رامنځته شوې ستونزې او کړکېچ، د خصوصي سکټور وده او پرمختیا، په پنځو ښارونو کې له پرمختیایي پروګرامونو څخه ملاتړ، دبرېښنا رسولو شبکې پراختیا، د غذایي مصؤنیت ښه والی او د کلیوالي سړکونو جوړولو ساحې به تر مرستې او ملاتړ لاندې ونیسي.
افغانستان لپاره د نړيوال بانک د دفتر رييس شوبهم چودري ويلي: "نړیوال بانک ګروپ نن د نوې وړیا مالي مرستې په منظورۍ یو ځل بیا د افغانستان په پرمختیایي ستونزو باندې د برلاسۍ پر وړاندې خپله اوږدمهاله ژمنه نوې کړه."
پرون د افغانستان ماليې وزارت ويلي وو چې په ياد وزارت کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره يې د پيسو نړيوال وجهي صندوق ٦،٢ ميليون ډالره اعتباري اسانتيا تر څنګ؛ د هڅونې په توګه د نړيوال بانک ١٨٩ ميليونه ډالر هم ترلاسه کړي دي.
د ياد وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې نړيوال بانک د مرستو د اغېزمنتيا، د لګښت مديريت، تشکيلاتي او مالياتي برخو کې د اصلاحاتو په پايله کې له دغه وزارت سره ١٨٩ ميليونه ډالره تشويقي (هڅونې) پيسې ورکړې دي.
نوموړي زياته کړه چې دغه پيسې به د ملي بوديجې له لارې د دولت لومړيتوبونو ته په پام سره په سترو ملي پروژو ولګول شي.
login or register a new account.