کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): ولسمشر اشرف غني وايي چې له کوچني اختر وروسته به په یوه لویه غونډه کې د کابل د امنیت، ثبات او سوکالۍ پلان خلکو ته وړاندې کړي.
له ارګه د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې پرون ماښام د کسبګرو د ملي اتحادیې له غړو او د کابل ښار له یو شمېر کسبګرو سره دليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې لومړی د کسبګرو د ملي اتحادیې رئیس محمدحسن سپاهي خبرې وکړې او د کابل ښار د وروستۍ تروریستي پېښې او د هېواد د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.
هغه زياته کړه، ، دښمن د دغه تروریستي برید له لارې دوه موخې تعقیبولې، لومړی بي ثباتي او د وېرې او وحشت فضا رامنځته کول چې له امله یې زیات زیان زموږ سوداګرو او کسبګرو ته ورسېد، دویم د دولت او خلکو ترمنځ د واټن پیدا کول او د خلکو ترمنځ تفرقه اچول و.
د کسبګرو ملي اتحادیې د خصوصي سکتور ودې ته د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه او د تحصن د خېمو په اړه یې وویل، مدني حرکتونه او غوښتنې د ټولو خلکو حق دی خو شرط یې دا دی چې د خلکو ارامتیا، کسب او کار ته زیان ونه رسوي.
هغه له دولت وغوښتل چې د خلکو او معترضانو ستونزو ته رسیدګي وکړي او د معترضینو له خوا یې د ځینو خېمو د لرې کېدو قدرداني وکړه.
دغه راز شیرین اقا سخي او حاجي صدیق د کسبګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او پر عایداتو د مالیاتو په قانون، د اجارې او کرایې د قانون د نشتوالي له امله په کارونو کې بې ثباتي، ډالري کرایې، د متشبثینو لپاره د برېښنا لوړه بیه او د حرفوي تعلمیاتو د مالیې ټکس په زیاتوالي، بیاکتنه وغوښته.
ولسمشر د کابل ښار د کسبګرو د خبرو له اورېدو وروسته د کابل په وروستیو تروریستي پېښو د خواشینۍ او همدردۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل، اوس د همدردۍ، غمشریکۍ، اتحاد او اتفاق وخت دی،
هغه زیاته کړه، کابل باید د خپل راتلونکي لوري د تثبیت او ژوند، ملي یووالي او اتفاق په خاطر خپل اراده څرګنده کړي.
ولسمشر وويل: ((زه د ټوپک او پیسو په زور دلته نه یم راغلی، بلکې ستاسو د پاکو رایو په اساس راغلی یم او تاسو ته ځواب ویونکی یم. دا د یووالي او اتفاق ځای دی، نه د تفرقې او نفاق.))
اشرف غني وايي، په افغانستان کې باید څلوېښت کلن جنګ پای ته ورسېږي، تر څو عادي ژوند چې د هر افغان حق دی تامین شي.
هغه څرګند کړه، ولسي اجماع دا ده چې د ازادۍ حدود وټاکل شي، ټول خلک ورته لاسرسی لري؛ ځکه ارګ د ټول افغانستان دی او هر افغان حق لري چې دلته راشي.
login or register a new account.