ژبه

حامد کرزي افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو لېږلو سره مخالفت وکړ

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 24, 2017 - 5:10 pm

Views: 59

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): مخکيني ولسمشر حامد کرزي افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو راتګ سره مخالفت وکړ او په ډاګه يې کړه، چې د امریکا د سرتېرو زياتوالی به مثبته پايله ونه لري.

حامد کرزي دغه څرګندونې د چین د تسنګهوا پوهنتون په بلنه د نړيوالې سولې تر نامه لاندې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه د افغانستان او سیمې د امنیتي حالاتو په باب خبرې وکړې او د ترهګريزو ‌‌‌‌‌‌ډلو د فعالیتونو پراخېدل يې د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره ستر ګواښ وباله.

حامد کرزي په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د چین او روسیې رول مهم او اغېزمن وباله.

پخواني ولسمشر زياته کړه: ((ډاډمن يم چې دغه ګډ هدف ته د رسېدو لپاره به د سیمې ټول هېوادونه په کلکه د دوی ملاتړ وکړي.))

کرزي په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د حضور په هکله وویل، پرته له یوې روښانې تګلارې په افغانستان کې د امریکا د سرتېرو زىاتوالی به هېڅ درد دوا نه کړي او مثبته پايله به ونه لري.

د هغه په وينا، دغه کار سره به د افغانانو د لا زیاتې مرګ ژوبلې او د کلیو او بانډو د وېجاړېدو لامل شي.

حامد کرزي همداراز د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاري او د ورېښمو لارې پر بیارغونې  ټینګار وکړ.

login or register a new account.