ژبه

د امريکايي سناتورانو يو لوړپوړى پلاوى کابل ته راغلی

توسط جاويد هميم کاکړ

جولای 4, 2017 - 11:51 am

Views: 44

کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون د رييس په مشرۍ د سناتورانو يو لوړپوړى پلاوى کابل ته راغلی دی.

په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) له خوا د چنګاښ په ١٣مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د خپاره شوو معلوماتو له مخې چې دغه پلاوى د امريکايي ځواکونو له قوماندانانو او سرتېرو سره ګوري.

د امريکايي سناتورانو د پلاوي مشري د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون مشر جان مکېن کوي او په کې يو شمېر نور مهم سناتوران هم شامل دي.

دغه پلاوي کابل ته له را رسېدو مخکې دوه ورځې په پاکستان کې تېرې کړې او د دغه هېواد له ملکي او پوځي چارواکو سره يې ليدلي دي.

پلاوي پرون د پاکستان د پوځ له مشر سره يو ځاى له شمالي وزيرستان څخه هم ليدنه کړې ده.

امريکايي پلاوي په اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي چې د افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان رول  مهم دى.

خو ولسمشر غني وړمه ورځ اعلان وکړ چې نور له پاکستانه په سوله کې مرسته نه غواړي، بلکې له پاکستان سره سوله کوي.

ټاکل شوې ده چې امريکايي پلاوی له ولسمشر غني، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

یاد پلاوى په داسې حال کې کابل ته په سفر راغلی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې امريکا د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړي.

login or register a new account.