کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): ولسمشر اشرف غني وايي چې نظامي محکمې د حقوقو په برخه کې ستونزې لري او باید د قضایي نظام وحدت وساتل شي.
له ارګه د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه پرون مازدیګر جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې په دې غونډه کې چې د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضی القضات، لوی څارنوال، د مالیې او عدلیې وزیرانو، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال، د اروپایې ټولنې استازي او په کابل کې مېشت د ځینو بهرنیو هېوادونو استازو هم حضور درلود. لومړی د حقوقي زده کړو مرکز د برخلیک طرحه د جمهوري رياست د عدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورد رييس نصرالله ستانکزي مطرح کړه.
ستانکزي وویل، د حقوقي زده کړو مرکز پخوا د کابل پوهنتون په چوکاټ کې فعالیت کاوه چې د شرعیاتو او حقوقو محصلینو او د عدلې او قضایي بنسټونو ځینو غړو په لازمې حقوقي زده کړې کولې.
هغه وړاندیز وکړ چې مشخص بورډ دې دغه مرکز اداره کړي او یاد مرکز دې د اساسنامې، مالي او اجرایي برخو لرونکي شي.
په غونډه کې په دې اړه چې ایا د حقوقي زده کړو مرکز دې د کابل پوهنتون تر نظر لاندې وي، مفصل بحثونه وشول.
د ولسمشر په دې اړه وویل، یاد مرکز باید خوندي شي او د حقوقي زده کړو بنسټ په توګه دې په کې د وظایفو شرحه او همغږي زیاته شي او د ولسمشر د دویم مرستیال محمدسرور دانش تر نظر لاندې دې یو مشخص بورډ جوړ شي چې د کار د څرنګوالي، اساسنامې او د مرکز د مدیریت په اړه بنسټیز اقدامات وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اجنډا په بله برخه کې د عسکري او ملي اردو د محاکمو د برخلیک ټاکلو طرحې په اړه چې قاضی القضات او د سترې محکمې عمومي رئیس وړاندې کړه بحث وشو. هغه وویل اوس د پولیسو او ملي امنیت محکمې تر یوه چتر لاندې اداره کېږي او لازمه ده واحد قضایي سیستم رامنځته شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د یادې موضوع په اړه څرګنده کړه چې نظامي محکمې د حقوقو په برخه کې ستونزې لري او باید د قضایي نظام وحدت وساتل شي.
غونډې له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې په یاده موضوع په راتلونکو غونډو کې مفصل غور وشي او لازم تصمیمونه ونیول شي.
په ولایتونو کې د پیښې د رامنځته کېدو ځايي محکمو ته د تروریستي جرمونو د قضیو د واکونو د تفویض او د متهمو کسانو د ستونزو لیری کولو موضوع غونډې ته وړاندې شوه.
قاضی القضات او د سترې محکمې ريیس په دې اړه وویل، هڅه کېږي د ولایتي بنسټونو د ظرفیت پر لوړولو ډېر کار وشي څو په ټولو ولایتونو کې جرایم په اساسي ډول و ارزول شي.
login or register a new account.