ژبه

د طالبانو عالي شورا: د روحاني څرګندونې له افغانستان سره ددښمنۍ په معنی دي

توسط جاويد هميم کاکړ

جولای 7, 2017 - 8:39 pm

Views: 38

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۶) : د طالبانو د ملا رسول ډلې عالي شورا دافغانستان داوبو او د بندونو په  اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې وغندلې.

د ایران ولسمشر څو ورځې مخکې  په افغانستان کې داوبو د بندولو پر جوړولو اعتراض کړی و او زیاته کړې وه، چې دا ایران ته زیان رسوي.

د طاللبانو د عالي شورا ملا رسول ډلې غړى او ویاند عبدالرحمن نیازي لخوا دچنګاښ په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې د ايران د ولسمشر حسن روحانى بي مسٶليته څرګندونې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې،  چې دوی د ایران د ولسمشر څرګندونې په کلکه ردوي او سخته غندنه یې کوي.

دغې ډلې د ایران دولسمشر څرګندونې د افغانستان  د خپلواکۍ  پر ضد او  د افغانستان د دښمنۍ په معنی بولي .

په خبرپاڼه کې راغلي : (( فغانستان ازاد او خپلواک هیواد دی اوبه یې  د افغانانو خپل ملکيت دی، موږ  د ايران له حکومت  څخه جدي غوښتنه کوو چى په  راتلونکي کې له داسې څرګندونو ډډه وکړي.))

د افغانستان حکومت اوملي شورا هم د ایران د ولسمشر څرګندونې غندلې دي.