کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست هوګولارنس، د اجرائيه رياست له دويم مرستيال محمد محقق سره ليدنه او خبرې وکړې.
د محمد محقق له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ليدنه چې پرون ترسره شوه، نږدې دوه ساعته يې دوام وکړ.
سرچينې زياته کړه، په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سياسي او امنيتي وضعيت په اړه او دغه راز د ملي وحدت حکومت د موافقه ليک پر بشپړ تطبيق او د خلکو د حقوقو پرځايښت او په سياسي او دولتي جوړښتونو کې د ملي وحدت حکومت د تشکيلوونکي رښتيني ګډون پر خونديتوب تفصيلي بحث او د نظر تبادله وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، له اداري فساد سره مبارزه، د رڼو او منل شوو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدل، په هېواد کې د سولې د بهير او له نا امنيو سره مبارزه نور هغه موارد دي چې په دې ليدنه کې ورباندې بحث وشو.
سرچينه وايي، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ايتلاف د عالي شورا جوړېدل نور هغه موارد دي چې بحث ورباندې شوى ، دواړو لوريو يې په اړه خپل نظرونه بيان کړل او پردې ټکي ټينګار وشو چې د ملي وحدت حکومت شاوخوا شته ستونزې دې په دوستانه فضا کې د ټولو مطرحو لورو په مفاهمې سره د خبرو له لارې حل شي.
دغه راز په دې لړ کې بايد د امريکا سفير د ملي يو والي حکومت پر هوکړه ليک د څارونکي په توګه خپل رول ادا کړي ستونزې د دوړه اړخيزه اړيکو له لارې حل کړي.
login or register a new account.