کابل (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٦) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، ديني عالمان او قومي مشران د جګړې په ختمولو او د سولې په راوستلو کې مرسته کولى شي.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکمتيار دغه څرګندونې د يوسفزيو سرتاسري شورا له غړو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې، د حزب اسلامي مشر په دې ليدنه کې د قومي مشرانو او علماوو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ.
حکمتيار ويلي ، که ديني عالمان خپلو د یني مسووليتونو ته متوجه شي او د افغانستان په مسایلو کې فعال حضور ولري، نو د جګړې په پای ته رسېدو او د ناخوالو په مخنيوی کې تر ډېره مرسته کولی شي.
نوموړي زياته کړې، په اوسنيو شرايطو کې د علماوو يووالی ډېر اړین دی او که دوی يو موټی شي نو ټول ملت به يې تر شا ودريږي.
د حزب اسلامي مشر د جهاد په کلونو کې د يوسفزيو قوم سرښندنې وستايلې او غوښتنه يې وکړه چې د سولې په ټينګښت کې هم د حزب اسلامي تر څنګ و دريږي.
هغه زياته کړه : ((اوسنۍ جګړه د افغانانو په زيان ده او د پرديو د ګټو لپاره پر موږ تپل شوې ده، نو د يوسفزيو قوم بايد پرېکړه وکړي چې په جګړه کې برخه نه اخلي او د جګړې په پای ته رسولو کې به مرسته کوي.))
د حکمتيار په وینا، ځينې ډلې اوس هم د جګړې پر دوام ټينګار کوي او جګړه کې خپلې ګټې لټوي، خو افغانان له دې حالت نه ستړي دي او د جګړې پای ته رسول غواړي.
نوموړي زياته کړه: ((سوله، امن او عدالت زموږ شعار دی او هڅه کوو چې خپل هېوادوال له دې دردناک حالت نه وژغورو.))
په دغه کتنه کې حاجي عبدالاکبر يوسفزي او احمد ولي یوسفزي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د حزب اسلامي له مشر څخه يې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.
دوى له حکمتيار څخه وغوښتل چې د سولې د ټينګښت لپاره خپلې هڅې زياتې کړي او وسله وال طالبان هم سولې ته وهڅوي.
login or register a new account.