منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لښکرګاه کې څلور پوليس وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۶ کتنې

لښکرګاه(پژواک، ٣١چنګاښ  ۹۶): چارواکي وايي چې د هلمند مرکز لښکرګاه کې د يوه کمين په ترڅ کې ۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل، دا د بريد د لښکرګاه اړونده د بولان په سيمه کې تر غرمې وروسته شوى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو يو افسر شيرعلي خاکسار په ګډون څلور تنه په مرموز ډول وژل شوي او دوه ټپيان دي.

نوموړي وويل، پېښه د بولان او بشران په امن سيمه کې شوي، خو نور معلومات يې نه درلودل.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی مني  چې نن غرمه د بولان سيمه کې د يوه کمين په ترڅ​ د امنيه قوماندانۍ يو افسر او دري پوليس وژل شوي او  دوه تنه ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي، دا چې ياد کسان له نږدي فاصلي څخه ويشل شوي په دې اړه يې پلاوی ټاکلی، څو د پېښې کره څېړنه وکړي.

هغه په دې اړه نور جزییات ور نه کړل چې پېښه مرموزه ده، خو زياته يې کړه کيدای شي  مخالفينو له نږدې فيرونه کړي وي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه