ژبه

حزب اسلامي په نظام کې د ګډون پرېکړه وکړه

توسط جاويد هميم کاکړ

جولای 24, 2017 - 9:16 am

Views: 48

کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٦): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي اجرائيه شورا په نظام کې د ګډون پرېکړه وکړه.

د حزب اسلامي د فرهنګي کمېسيون مشر او د اجرائيه شورا غړي قريب الرحمن سعيد د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پرېکړه تېره شپه د حکمتيار په مشرۍ د اجرائيه شورا په غونډه کې وشوه.

هغه زياته کړه، يو کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې په نظام کې د ګډون او مشارکت د څرنګوالي په اړه کار وکړي.

سعيد وايي، په دې اړه چې دغه مشارکت به په لوړه، منځنۍ او يا هم ټيټه کچه وي، وروسته پرېکړه کېږي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د هغې مادې په اړه چې د مشارکت په اړه و، ګډ اجرائيوي کمېسيون پرې کار کوي.

د حزب اسلامي د اجرائيوي شورا دغه غړي وويل چې دوى له نظام څخه ملاتړ کوي او په نظام کې له ګډون څخه يې موخه دا ده، څو اوسنى حکومت خپل رسمي وخت پوره کړي.

login or register a new account.