ژبه

امريکا په کونړ کې د داعش د څلورو مهمو سلاکارانو وژل تاييد کړل

توسط جاويد هميم کاکړ

جولای 30, 2017 - 5:19 pm

Views: 46

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٦) : په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې په کونړ ولايت کې د دوى د هوايي بريد پر مهال د داعش څلور مهم سلاکاران او قوماندانان وژل شوي دي.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې  راغلي چې دا هوايي بريد د تېرې مياشتې چنګاښ په ٢٠مه، د کونړ په مربوطاتو کې شوى و.

سرچينې زياته کړې، په دې هوايي بريد کې د داعش خراسان څانګې مشر ابو سعيد هم وژل شوى و.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه بريد کې له ابو سعيد سره يو ځاى د داعش ډلې د مذهبي چارو مسوول شيخ ضياء الله، د داعش قوماندان او د حزب اسلامي پخوانى غړى حاجي شېر الله، په وټه پور ولسوالۍ کې د داعش مشر مولوي خبيب او د داعش د شورا بل غړى اسد الله شامل دي.

په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ويلي، دوى به په افغانستان کې له کوم ځنډ پرته د داعش پرضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

هغه زياته کړې : (( داعش په افغانستان کې خوندي ځاى نه لري، موږ به يې تر هغه په نښه کوو، څو پورې چې دوى نور افغانستان او سيمې ته ګواښ نه وي.))

login or register a new account.