ژبه

پروېز مشرف: د پاکستان ځينو کړيو په افغان جګړه کې پيسې ګټلې

توسط جاويد هميم کاکړ

اگست 3, 2017 - 1:52 pm

Views: 56

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): د پاکستان د پوځ پخوانى مشر او ديکتاتور ولسمشر پروېز مشرف هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې پوځ په افغان جګړه کې پيسې ګټلې، خو دا يې منلې ده چې ځینو کړيو دا کار کړى دى.

هغه د بي بي سي له اردو څانګې سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې د پاکستان پوځ هېڅ پيسې نه دي ګټلې، خو ځينو کسانو او افرادو د امریکا او د وسلو د پلور له لارې پیسې ترلاسه کړې دي.

پروېز مشرف په ۲۰۱۵ کال کې د لومړي ځل لپاره منلې وه چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې (اى اېس اى) د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر ضد د وسله والو طالبانو ملاتړ کاوه.

نوموړي په ياده مرکه کې دغه راز د پاکستان د پخواني وژل شوي ولسمشر ضياء الحق پر ځينو کړنو نيوکې کړې چې دغه هېواد يې د افراطي اسلامپالو ډلو لمنې ته ور غورځولی.

خو جنرال مشرف له افغان جګړې او مجاهدينو څخه د ضياء الحق ملاتړ پر ځای بللی دی.

مشرف دا هم ويلي چې که د ملتونو تاريخ وګورو، نو يوازې هغو هېوادونو پرمختګ کړی چې ديکتاتورانو حکومت ورباندې کړی دی.

د ده په وينا، ديکتاتور حکومتونه د ملتونو او هېوادونو د پرمختګ لامل ګرځي.

هغه ځان هم د پاکستان د پرمختګ لامل بللی دی خو وايي چې تر ده وروسته نورو راغلو کسانو د پاکستان بېړۍ ډوبه کړه.

login or register a new account.