ژبه

ولسمشر غني د پاکستان نوي لومړي وزير سره ټيلېفوني خبرې وکړې

توسط جاويد هميم کاکړ

اگست 8, 2017 - 5:25 pm

Views: 60

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦) :  ولسمشر اشرف غني د پاکستان نوي لومړي وزير شاهد خاقان عباسي سره  ټېلېفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د سترې محکمې له خوا د پخواني لومړي وزير نواز شريف د نا اهله ګرځولو وروسته د مسلم ليګ ګوند له خوا عباسي له پارلمان څخه د زياتو رايو په اخيستو تېره اوونۍ د لومړي وزير په توګه لوړه وکړه.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتر څخه د زمري په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر تېره ورځ د ټيلېفون له لارې له لومړي وزير عباسي سره خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، اشرف غني د پاکستان لومړي وزير عباسي ته د نوې دندې مبارکي ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير له  افغان ولسمشر څخه د مننې ترڅنګ ويلي چې دواړه هېوادونه به د سولې ، ثبات او پرمختګ لپاره په ګډه هلې ځلې کوي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په خيبر ايجنسۍ کې پيل شوي عمليات د دې لپاره نه دي چې وسله وال د ډيورنډ پولې هغې غاړې (افغانستان ) ته وشړي.

سرچينې زياته کړې، په دې اړه د ځينو افغان مسوولينو څرګندونو د ګډو همکاريو د روح پر خلاف دي، چې په دې وروستيو کې ددواړو هېوادونو د پوځي مشرانو ترمنځ ليدنو کې يې هوکړه شوي دي.

څو ورځې مخکې د افغانستان سفير د پاکستان د پوځ له مشر سره وليدل، دغه راز د تېرې جمعې په ورځ د سيلاب قول اردو او د پاکستان د پېښور قول اردو د قوماندانانو ترمنح هم ګډه ناسته شوې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د خيبر پنځه په نامه پيل شوي عمليات د ترهګرو پر ضد د دوى د پراخو عملياتو يوه برخه ده.

سرچينې زياته کړې، د دواړو هېواونو سياسي مشرانو موافقه کړې چې د ترهګرو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به په ګډه همکاري کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پر ډيورنډ پوله د دواړو هېوادونو د ځواکونو ګډه همکاري کولى شي  چې د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونيسي.

login or register a new account.