ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاه اب اوسېدونکي : پر جومات د برېد پېښه سياسي ډلو پورې تړاو نه لري

د چاه اب اوسېدونکي : پر جومات د برېد پېښه سياسي ډلو پورې تړاو نه لري

author avatar
14 Aug 2017 - 17:48
د چاه اب اوسېدونکي : پر جومات د برېد پېښه سياسي ډلو پورې تړاو نه لري
author avatar
14 Aug 2017 - 17:48

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په چاه اب ولسوالۍ کې رامنځته شوې پېښه سياسي ډلو پورې تړاو نه لري، حکومت بايد عاملين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

دغه څرګندونې د چاه اب ولسوالۍ د خلکو شورا د زمري په ٢٣مه، په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې، په دې غونډه کې د دغې شورا لسګونو نورو غړو او مشرانو هم ګډون درلود.

د یادې شورا مرستیال عبدالقدیر تخاري وویل، له تېرو دوه میاشتو راهيسې د چاه اب ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو ته د قوماندان بشيراحمد قانت او د ده د وسله والو له لوري مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي، تېره جمعه (د زمري په ۱۳مه) د جمعې د لمانځه پرمهال د قوماندان بشیراحمد قانت په ګډون د هغه لسګونه وسله والو د چاه اب ولسوالۍ پر جامع جومات بريد وکړ، شپږ  تنه يې ووژل او ۳۶ نور یې ټپیان کړل.

خو د تخار  د والي ویاند سنت الله تېمور د جمعې په ورځ پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې پر جومات د وسله والو برید کې  درې تنه وژل شوي او   ۱۱  نور ټپيان شوي وو.

د چاه اب ولسوالۍ د شورا مرستيال تخاري وايي، قوماندان بشیر احمد قانت وروسته تر هغه د ملکي وګړو پر وژنې لاس پورې کړ، چې د سيمې اوسېدونکو په چاه اب ولسوالۍ کې د نشه یي توکو، قېمتي ډبرو او طلا د قاچاق مخنیوی وکړ او پر ضد یې مدني حرکتونه پیل کړل.

هغه وايي :«بشیر قانت دا هر څه د مافیایي کړیو په مرسته ترسره کوي او هېڅ سیاسي ډلې پورې نه دى تړلى .»

دغه راز د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکي او په دیني چارو کې د اجرائیه ریاست سلاکار ، مولوي احمدالله محمدي،  قوماندان بشیر قانت د چاه اب ولسوالۍ د سلګونه بېګناه وګړو قاتل وباله او له حکومت څخه يې د قانت او د هغه د سلګونه وسله والو د نیولو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه : « چاه اب ولسوالۍ کې وروستۍ پېښې د حزب اسلامي او جمیعت تر منځ جګړه نه ده، ولسي وګړو د قوماندان قانت د قاچاق او ظلم پر وړاندې طبيعي عکس العمل وښود، له حکومت يې د مخنیوي غوښتنه وکړه او پر ضد یې مدني حرکتونه پیل کړل.»

نوموړي وویل، مافیايي کړۍ هڅه کوي چې د چاه اب وروستیو پېښو ته تنظیمي رنګ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ځايي مسوولينو او ځينو اوسېدونکو په دغه ولسوالۍ کې وروستۍ پېښې د حزب اسلامي قوماندان بشیراحمد قانت او د جمعیت اسلامي قوماندان سناتور افضل خان تر منځ جګړې بللي او له حکومت يې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دوی ویلي وو، د حزب اسلامي د قوماندان بشیر احمد قانت کسانو پر یوه جومات برید کړی اونږدې ۳۰ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.