Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکومت د مولانا سميع الحق د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): افغان حکومت او يو شمېر کارپوهانو، د مولانا سميع الحق چې د وسله والو طالبانو يو اصلي ملاتړ کوونکى دى؛ غبرګون څرګند کړى او وايي، دا خبرې په ډاګه کوي چې پاکستان د ترهګرۍ او طالبانو ملاتړ کوونکى دى.

ملا سميع الحق په دې وروستيو کې ويلي، چې پر پاکستان د پرديو او امريکايانو له لوري د يرغل پر مهال به افغان طالبان د پاکستان مرستې ته ور ودانګي.

مولانا سميع الحق چې د طالبانو د معنوي پلار په نوم ياديږي او دغه راز په خيبر پښتونخوا کې د اکوړه خټک په ښارکې د "جامعه حقانيه" په نومي ديني مدرسه هم لري، پرون له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي، افغان طالبان چمتو دي چې د امريکا د هر ډول احتمالي بريد پر مهال له پاکستان سره ودريږي.

خو د ولسمشرۍ رياست مرستيال وياند دواخان مينه پال د سميع الحق د دغو څرګندونو په غبرګون کې وويل،  د سميع الحق وروستۍ څرګندونې دا ثابتوي چې پاکستان د ترهګرۍ او طالبانو اصلي ملاتړى دى.

هغه زياته کړه: "د سميع الحق او نورو پاکستانيو خبرې، په افغانستان کې د امريکا پر کړنلارې هيڅ اغېز نه کوي او اوسمهال دې پايلې ته رسېدلي، چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړى دى او ترڅو چې په سيمه کې له ترهګرۍ ملاتړ دوام ومومي؛ د سيمې امنيت له خطر سره مخ کېږي."

دغه راز د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان هم د مولانا سميع الحق خبرې د (ISI) د خولې خبرې بولي.

د نړيوالو اړيکو کارپوه عبدالشکور سالنګي، د سميع الحق د وروستيو څرګندونو په اړه پژواک ته وويل، د پاکستان مذهبي مشران په حقيقت کې د (ISI) له ادارې خپل امر ترلاسه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.